د اسلامي امارت بیاواکمنېدو راهیسې افغان ښځې لاهم له ګڼو محدودیتونو او یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د بشري‌حقونو څار بنسټ وايي چې تېر یو کال د افغان ښځو لپاره وحشتناک کال و. د بشرحقونو څار بنسټ اړوند د ښځو څانګې د مدیر مرستیاله هیدر بار سلام‌وطندار ته ویلي، په تېر یوه کال کې د اسلامي امارت کړنو دا وښوده چې ښځې عمومي ژوند کې ځای نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړې زیاته کړه چې ښځې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې له هر څه محرومې شوې او په وینا یې، اوسنی سرپرست حکومت د ښځو پروړاندې په خپل دریځ هېڅ‌‌راز نرمښت ته غاړه نه‌ږدي.

په همدې حال کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون رییسې شهرزاد اکبر چې له افغانستان څخه د باندې فعالیت لري، سلام‌وطندار ته ویلي، تېر یو کال د افغانستان په تاریخ کې د ښځو لپاره له کړاوه ډک کال و.

نوموړې پر افغان ښځو لګول شویو محدودیتونو ته په پام ویلي چې ښځې تېر یوه کال کې له زده‌کړو، کار او ټولنیزو مشارکت لرې ساتل شوي دي. د نوموړې په باور اسلامي امارت د ښځو وضعیت ښه‌والي لپاره هېڅ‌ نه دي کړي.

بل‌خوا د ښځو حقونو یو‌شمېر افغان فعالانې سلام‌وطندار ته وايي چې ښځې څنډې ته شوي او د وروستیو څو کلونو په ترڅ کې ترلاسه شوې لاسته‌راوړنې یې له خاورو سره خاورې شوې دي.

دوی تېر یو کال د ښځو یوه عمر تباهۍ په معنی بولي. د دوی په باور د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د محدودیتونو لګول، ښځې له ژور خپګان سره مخ کړي دي.

پر ښځو د محدودیتونو په لړ کې ټاکل شوې وه چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت د روان کال په وري میاشت کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي، خو د پوهنې وزارت ویاند په هماغه ورځ رسنیو ته وویل چې ښوونځي به تر بلې خبرتیا پورې تړلې وي.

اسلامي امارت لومړي سر کې د ښځو چارو وزارت هم د امربالمعروف او نهي‌عن‌المنکر په وزارت بدل کړ او د ښځو حقونو فعالان دغه کار ټولنې څخه د مېرمنو څنګ ته کولو په مانا بولي.

د محدودیتونو په لړ کې د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهې عن‌‌المنکر وزارت د وري په اوومه یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې، نارینه او ښځې په یو وخت تفریحي پارکونو ته نه شي تللی.

یوه ورځ وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې وویل چې ښځې له محرم پرته بهر ته سفر نه شي کولای. دا د افغان ښځو پر وړاندې د محدودیتونو پای نه و، د روان کال د غبرګولي په ۱۷مه اسلامي امارت د حجاب په اړه یو بل فرمان صادر کړ.

 په دغه فرمان کې ټینګار شوی چې ښځې باید خپل مخونه په عامه ځایونو کې پټ کړی. له دې فرمان یوازې څو ورځې وروسته یو بل فرمان صادر شو. دغه فرمان چې د غبرګولي په ٢٩مه صادر شو، د رسنيو ښځينه ویاندویانې په نښه کړې. د دغه فرمان له مخې، له دې وروسته په تلوېزیوني خپرونو کې ښځینه ویاندویانې باید خپل مخونه پټ کړي.

اسلامي امارت لومړي سر کې د ښځو چارو وزارت هم د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر په وزارت بدل کړ او د ښځو حقونو فعالان دغه کار ټولنې څخه د مېرمنو څنګ ته کولو په مانا بولي.

د هغوی په وینا، د مېرمنو پر وړاندې د اسلامي امارت د محدودیتونو په دلیل د ښځو پر ضد کورني تاوتریخوالي هم زیات شوي دي.

د سلام‌وطندار خبریال هڅه وکړه تېر یوه کال کې د مېرمنو وضعیت په اړه د اسلامي امارت نظر هم ترلاسه کړي، خو تېرو څو ورځو کې له پرلپسې اړیکو سربېره بریالی نه شو.

دا داسې مهال دی چې تېر کال د اسد پر ۲۴مه د اسلامي امارت له واکمنېدو را وروسته، د ښځو اړوند بنسټونه لغوه شول او یا هم دغو بنسټونو کې د هغوی ستونزو ته لاسرسی نه کیږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې دامهال افغانستان کې هېڅ داسې کومه اداره نشته چې د ښځو ستونزو ته لاسرسی وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام