اسلامي امارت د ملګروملتونو د کارپوهانو ویناپاڼې ته په غبرګون کې وايي چې افغانستان کې د نوي حکومت له راتلو وروسته، پر هېڅ ښځې ظلم او تېری نه دی شوی او هېڅ مېرمن نه ده وژل شوې.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې خپلواکه ډلې په یوې ویناپاڼه کې ویلي چې امریکا او اسلامي امارت افغانستان کې د ښځو وضعیت د خرابوالي مسوول دي. په ویناپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت د تاوتریخوالي او امریکا د افغانستان د شتمنیو په  کنګلولو سره، دغه هېواد کې د ښځو وضعیت خراب کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وايي چې د دوی له واکمنېدو راپدېخوا پر هېڅ ښځې او ماشومان بمبار نه دی شوی او نه هم وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، افغانستان کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره، په ټول هېواد کې د خلکو حقونه یوشان تامین او خوندي شوي دي.

په ورته مهال د افغانستان د مقتدره ښځو د خوځښت بنسټ‌اېښودونکې مونسه مبارز سلام‌وطندار ته وايي چې امریکا او اسلامي امارت دواړو افغانستان کې د ښځو حقونه نه دي، راعایت کړي.

نوموړې زیاتوي چې امریکا او ملګري یې افغانستان کې د بشر حقونو او ډموکراسۍ د ټينګښت لپاره راغلل، خو دغه موخه یې نیم‌‌ګړې پرېښوده.

د مونسې مبارز په وینا، له افغانستان څخه په غیرمسوولانو توګه د امریکا وتل، لامل شوی چې دغه هېواد کې د ښځو حقونو ته درانه زیانونه واوړي.

په داسې حال کې چې اسلامي امارت افغانستان کې پر هېڅ ښځې د ظلم او وژنې د نه کولو خبره کوي چې واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره، د کابل، کندهار او مزار شریف په سړکونو او کثافت‌‌دانیو کې د ښځو د جسدونو د موندلو راپورونه ورکړل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا پر خوست او کونړ د پاکستان په هوايي بریدونو کې هم ښځې او ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام