یوشمېر مدني او ټولنیزو فعالانو نن (د چنګاښ دولسمه، د دوشنبې ورځ) پر ټویټر د «#نجونوـزده‌کړوـملي‌ـ‌کمپاین» پیل کړ. د دغه کمپاین مسوولان وايي چې یاد کمپاین یې د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلیو بندیزونو د لرې کولو په موخه پیل کړی او په وینا یې، له زده‌کړو د نجونو لرې ساتل نور د زغم وړ نه‌دی.

د یاد کمپاین یو جوړوونکی خوشحال روهي سلام‌وطندار ته وویل چې زده‌کړې د نجونو بنسټیز حق او د ټولو افغانانو غوښتنه ده. د نوموړي په خبره، دغه کمپاین موخه د همغږۍ رامنځته کولو او د اسلامي امارت حکومت له چارواکو سره د نجونو زده‌کړو د مخنیوي په موخه د خبرواترو دروازې پرانېستل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کمپاین چلوونکي له نړیوالې ټولنې او د اسلامي هېوادونو له دیني عالمانو هم غواړي چې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانېستل کېدو په اړه نړیوالې غونډې جوړې کړي.

خوشحال روهي زیاتوي: «د نجونو زده‌کړو مسله یوازې د افغانستان اړوند نه‌ده؛ بلکې د ټول اسلامي امت مسله ده. دا موضوع د اسلام یو تیاره تصویر وړاندې کوي. اسلامي هېوادونه باید لوړپوړي پلاوي افغانستان ته راولېږي، په دې برخه کې روښانه فتواوې ورکړي او له اسلامي امارت سره سختې خبرې اترې وکړي او هغوی قانع کړي.»

په همدې حال کې یوشمېر نجونې چې له زده‌کړو بې‌برخې شوي، د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستل کېدو غوښتنه کوي. شبنم چې تېر کال له ازموینې وروسته د کابل پوهنتون یوه پوهنځي ته بریالۍ شوې، وايي چې اوس د هېواد یوه ستر پوهنتون ته د زده‌کړو لپاره ورتلل یې لپاره په یوه خوب بدل شوي.

هغه وايي: «پوهنتون ته بریالۍ شوې وم او د نوملیکنې بهیر مې هم بشپړ کړی و. پر دې فکر وم چې څو ورځې وروسته به مو درس پیلېږي، خو یوناڅاپه له زده‌کړو پاتې شوو. ټولې هیلې او موخې مې له لاسه ورکړې او د دغه وضعیت زغم راته سخت دی. موږ هم حق لرو چې د هلکانو په څېر درس ووایو.»

بله‌خوا د طب پوهنځي زده‌کړیاله زهرا وايي چې له زده‌کړو بې‌برخې کېدل یې پر ژوند نه جبرانېدونکې اغېزې کړې دي. نوموړی زیاتوي: «څو کاله مې درس ولوست، خو اوس پر خپګان اخته یم او راتلونکې مې تته وینم. څو کاله مې کتابونه کېښودل او ژړل مې. هیله لرم چې مسوولان د بیا زده‌کړو اجازه راکړي. دا زموږ یو بنسټیز حق دی. له بلې خوا له ښځو پرته پرمختګ ناشونی دی. ډېره ناهیلې یم. تر کله یې وزغموو؟»

سحر چې د کابل په یوه دولتي ښوونځي کې زده‌کوونکې ده، د نجونو زده‌کړو په اړه د پیل شوي کمپاین هرکلی کوي او وايي، تمه لري چې د دوی د زده‌کړو لپاره اوچت شوی غږ به بابېزه نه ګڼل کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

نوموړې زیاتوي: «هیله لرم چې دغه کمپاین پایله ولري. موږ ټول باید خپل غږ اوچت کړو، څو د ټولو غږ واورېدل شي. له نورو هېوادونو هم غواړو چې دغه غږ بدرګه کړي، څو افغان نجونې د زده‌کړو حق ترلاسه کړي.»

د نجونو زده‌کړو ملي کمپاین داسې مهال پیلېږي چې له ۶۵۲ ورځو وروسته لا هم له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي او ۱۹۲ ورځې کېږي چې افغان نجونې پوهنتون ته له تګ څخه هم راګرځول شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام