Asset 1SWN

د نجونو پر زده‌کړو د بندیز دوام؛ یوشمېر زده‌کوونکو پر لیکه زده‌کړو ته مخه کړې

Online-teaching-in-Afghanistan1-q4dfr976ix51rqqjhpm7k0xj72f21v9bdubx5vwqyw

سره له دې چې افغان نجونو د ا.ا له لوري د دوی پر زده‌کړو د بندیز په لګولو سره هیلې له لاسه ورکړي، خو اوس یې پر لیکه/انلاین زده‌کړو ته مخه کړې ده. د دغو نجونو شمېر چې په تېرو ۱۹ میاشتو کې یې د ښوونځي دروازې پر مخ تړل شوي، د پر لیکه زده‌کړو ته ډېر شوی دی.

سودابه چې د اووم ټولګي زده‌کوونکې ده او اوس یې پر لیکه زده‌کړو ته مخه کړې، وايي چې د تېر په پرتله اوس پر لیکه زده‌کړو کې د افغان نجونو شمېر زیات شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «د پوهې لار د پر لیکه ښوونځي د کار پیل د هغو نجونو لپاره ښه دی چې له زده‌کړو پاتې دي؛ خو په رښتینې توګه د انلاین ښوونځي رول داسې دی چې مخامخ نه‌دی او کورنۍ دنده او ازموینه نه لري. ډېری اصلي مضمونونه تدریسېږي او د نجونو شمېر هم ډېر شوی دی.»

صوفیه حمید چې پر لیکه زده‌کړې کوي، وايي چې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو تر پرانېستل کېدو پورې د وړتیا لوړونې په موخه یې دغو زده‌کړو ته مخه کړې ده. هغه زیاتوي: «انلاین ښوونیزې خپرونې د هغو نجونو لپاره چې له ښوونځي پاتې دي، ډېرې مهمې دي او د فیس په ورکولو سره د مخامخ ښوونیزو مرکزونو په څېر د ښوونځي اصلي مضمونونه لولم.»

په همدې حال کې د «پوهې لار»، «بانو»، «خانه سبز» او یوشمېر نورو پر لیکه ښوونیزو مرکزونو مسوولان وايي چې ښوونځي یا پر لیکه ښوونیزې خپرونې یې له شپږم ټولګي د پورته نجونو د وړتیا لوړونې په موخه جوړ کړي دي. دوی که څه هم د پر لیکه زده‌کړو پر اغېزمنتیا ټینګار کوي، خو غوښتنه لري چې د افغان نجونو پر مخ باید د ښوونځیو دروازې پرانېستل شي.

د «پوهې لار» پر لیکه ښوونیز مرکز مسووله حسنا رووفي وايي: «پر لیکه ښوونځي د زده‌کوونکو د وړتیا لوړونې په موخه جوړ شوي او اوس دغه ښوونځی ۱۷۰ زده‌کوونکي لري او ۱۵ ښوونکي په‌کې په وړیا توګه له اووم تر دولسم ټولګي پورې اصلي مضمونونه تدریسوي.»

د بانو پر لیکه ښوونیز مرکز مدیر حسین حیدري هم وايي: «د کابل، هرات او بلخ له ۱۰۰ ډېرو زده‌کوونکو چې له شپږم د پورته ټولګیو زده‌کوونکې دي، ګډون کړی او د له بېلابېلو هېوادونو د ۲۰ ښوونکو له لوري ورته د افغانستان د پوهنې درسي نصاب پر بنسټ ورته تدریس کېږي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بله‌خوا د یوه بل پر لیکه ښوونیز مرکز مسوول وايي، خلک اړ دي چې خپلو بچیانو ته د پیسو په بدل کې د پر لیکه زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي. د یوه پر لیکه ښوونیز مرکز مسوول روح‌الله نبي‌زاده وايي: «د ورځې هر یوه کس ته یو ساعت ځانګړی تدریس کوم او غوښتونکي ډېر شوي دي. زده‌کوونکي د محدودیتونو له کبله زده‌کوونکې ښوونیزو مرکزونو ته نه‌شي تللی او دغه پروګرام ورته ګټور دی.»

دا په داسې حال کې ده چې له ۵۵۰ ورځو راهیسې له یو میلیون څخه ډېرې افغان نجونې چې له شپږم نه د پورته ټولګیو زده‌کوونکې دي، له ښوونځي را ګرځول شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام