Asset 1SWN

ریچارډ بنټ اسلامي امارت ته: پرېږدئ چې افغان نجونې زده‌کړې وکړي

4LJU7C4_000_32LB9L8_jpg

د اسلامي امارت له لوري د هېواد په پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړیالانو د زده‌کړو ځنډېدو ته د غبرګونونو پر دوام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ ویلي چې دغه پرېکړه په ټولنه کې له مساوي زده‌کړو د ښځو او نجونو د محرومولو په معنی ده.

ریچارډ بنټ نن چهارشنبه د لیندۍ ۳۰مه په یوه ټویټ کې له اسلامي امارت غوښتنه کړې چې پر خپلې دې پرېکړې بیاکتنه وکړي. نوموړي لیکلي: «پرېږدئ چې افغان نجونې زده‌کړې وکړي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د لوړو زده‌کړو وزارت په تازه‌ګۍ سره په یوه خپور کړي مکتوب کې د ټول هېواد په پوهنتونونو کې د نجونو لوړې زده‌کړې ځنډولي دي.

دغه وزارت پرون سه‌شنبه په دې مکتوب کې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته سپارښتنه کړې چې د نجونو زده‌کړې وځنډوي. په مکتوب کې لیکل شوي چې د نجونو د لوړو زده‌کړو پرېکړه د اسلامي امارت د حکومت د کابینې په ناسته کې شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغې پرېکړې تراوسه ګڼ‌شمېر کورني او نړیوال غبرګونونه له ځان سره لرلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام