د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالي اړوند سیمه کې نن له غرمې وړاندې د ماین چاودنې له امله یوه کوچنۍ نجلۍ وژل شوې او د اسلامي امارت څلور سرتیري په‌کې ټپیان شوي دي.

پېښه د بګرامیو ولسوالي اړوند ملالۍ څلور لارې ته څېرمه «شمشاد کوڅه» کې د اسلامي امارت د ځواکونو پر یوه رنجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د کابل د امنیه قومنداني ویاند جنرال مبین د پېښې پخلي ترڅنګ ویلي چې چاودنه د سړک غاړې ماین له امله رامنځ ته شوې او د اسلامي امارت څلور ځواکونه په‌کې برسېرن ټپیان شوي دي.

عیني شاهدان بیا وايي چې په دغه پېښه کې یوه کوچنۍ نجلۍ وژل شوې او یو بل کس ټپي شوی دی.

په ورته مهال د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي چې په دغه پېښه کې یو کس وژل شوی او د اسلامي امارت اړوند دوه سرتیري ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت له لوري په خپرې شوې یوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پېښې سیمې ته د څېړنې ټيم استول شوی او تر څېړنې وروسته به د دغه چاودنې په اړه نور معلومات په ډاګه کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دغې پېښې مسوولیت تراوسه چا یا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

که څه هم د اسلامي امارت په راتلو سره د پلازمنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې نسبي ارامي راغلې او د چاودنو او نښتو ګراف خورا راکم شوی، خو په دې وروستیو کې وخت ناوخت د اسلامي امارت د ځواکونو پر موټرو چاودنې کېږي چې له امله یې ملکیانو ته هم مرګ‌ژوبله اوړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام