Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل ښار کې چاودنه؛ ۱۷ملکيان وژل شوي او ۵۷ټپيان دي

ElGNKCYWAAEpX_Z

 

د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار ۱۳مې حوزې اړوند د دشت برچي پل خشک سيمه کې چاودنه شوې چې له کبله يې ۱۷کسان وژل شوي او ۵۷نور ټپيان دي.

د یاد وزارت ویاند طارق ارين وايي، دا چاودنه نن مازديګر شاوخوا ۴ بجې او ۳۰ دقیقې شوې ده.

د نوموړي په وينا، ځانمرګي بريدګر غوښتل چې يوه ښوونيز مرکز ته دننه شي؛ خو موخې ته له رسېدو وړاندې  د ښوونيز مرکز د ساتونکيو له لوري پېژندل شوی او ځانمرګي بريدګر ځانته چاودنه ورکړې ده.

عیني شاهدان وایي، دا چاودنه د کوثر دانش په نوم یوه ښوونيز مرکز ته نږدې شوې ده او ډېره زوروره وه.

د ياد بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه واخيست.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام