د پکتيا د پوهنې رياست مسوولان او وسلهوال طالبان وايي، په زرمت ولسوالي کې به د نجونو تړل شوي ښوونځي بېرته پرانېستل شي.
د پکتيا د پوهنې رياست تدريسي مرستياله روحانيه سحر وايي، د قومي مشرانو او ځوانانو په هلو ځلو يې د دغه ولایت په زرمت ولسوالي کې د نجونو تړل شوي ښوونځي بېرته پرانېستي دي.
د هغې په وینا، زرمت هغه ولسوالي دي چې ګڼشمېر وګړي پهکې اوسېږي او د نجونو ښوونځي یې له تېرو شپږو کلونو راهیسې تړل شوي وو، خو اوس بېرته پرانېستل شول.
سحر وايي، د پرانېستو ښوونځيو د امکاناتو لپاره پوره چمتووالی لري او په راتلونکي کال کې به د نجونو او هلکانو لپاره نور زدهکوونکي هم ونیسي.
وسلهوال طالبان هم تایيدوي چې په زرمت ولسوالي کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانېستل کېږي.
د طالب ډلې وياند ذبېحالله مجاهد هم سلاموطندار ته ويلي چې د نجونو له ښوونځيو سره ستونزې نه لري او په دې برخه کې به همکاري هم وکړي.
د هغه په خبره، په تېرو کلونو کې هم په سيمه کې د جګړې او امکاناتو نشتوالي له امله د نجونو ښوونځي تړل شوي وو.
نوموړی زیاتوي، یوشمېر موسسو ورسره ژمنه کړې چې په راتلونکي ښوونیز کال کې به د زدهکړو لپاره ټول امکانات ورکړي.
د پکتيا د ټولو ۱۳ اداري واحدونو له ډلې په ۴۰۶ ښوونځيو کې شاوخوا دوه سوه زره ماشومان زدهکړې کوي چې شپېته زره يې نجونې دي.