د لوګر د ولایتی شورا رئیس حسیب الله ستانګزی سلام‌وطندار ته وویل چې نن غرمه شاوخوا یوه بجه د خوست د ولایتي شورا او د ملي مصالحې عالي شورا غړې زهره جلال او یو ساتوونکی یې وسله والو طالبانو له موټره ښکته کړي او نامعلوم ځای ته یې بیولي دي.

ستانکزي زیاته کړه چې د خوست د ولایتي شورا غړې زهره جلال غوښتل له پکتیا څخه کابل ته ولاړه شي چې مرکز پل علم ته څېرمه وسله‌والو طالبان له موټره ښکته کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل‌حیدر احمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې په دې اړه د لوګر ولایت د پولیسو پلټنې پیل شوي دي.

د مرکز پل علم ښار اړوند د کلنګار د سیمې اوسیدونکي هم دا تاییدوي چې نن غرمه مهال وسله‌والو طالبانو د کابل-ګردیز په لویه لاره د تلاشۍ پر مهال د خوست د ولایتی شورا غړې له خپل یوه ساتوونکي سره له موټره ښکته کړې او نامعلوم ځای ته یې بیولې ده.



وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل-لوګر لویه لار تر ډیره وسله‌والو طالبانو لاس ته پریوتې او په رڼا ورځ په دغه لویه لار د پلټنې چک پاینټونه جوړوي او هدفي کسان له موټرو ښکته کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام