د لوګر محلي چارواکي وايي چې وسلهوالو طالبانو د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار او یوشمېر نورو ولسوالیو کې بېوزله کورنیو ته د ملي دسترخوان پروګرام له لوري د مرستو وېش درولی دی.
د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي وايي، طالبانو محلي شوراګانو ته خبرداری ورکړی چې په دې برخه کې له حکومت سره همکاري و نه کړي. د نوموړي په وینا، د دغه پروګرام نه پلي کېدل عامو خلکو ته زیان رسوي او طالب ډله باید پر بېوزله کورنیو د دغو مرستو د وېش مخه و نه نیسي.
هغه زیاتوي، اوس د ملي دسترخوان پیسې په بانک کې پاتې دي او په وینا یې، باید بېوزله کورنیو ته پرې خوراکي توکي وپېرل شي.
رحیمي وايي، د ملي دسترخوان پروګرام له لارې پر بېوزله کورنیو د مرستو د وېش لړۍ بیا پیلېدو لپاره یې هڅې روانې دي، څو دا اړینې مرستې هغوی ته ورسول شي.
د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس محمداصغر ځاځی هم د والي څرګندونې تاییدوي او وايي، طالبانو په دغه ولایت کې د ملي دسترخوان پروګرام درولی دی.
بلهخوا د لوګر په مرکز او څو ولسوالیو کې بېوزله کورنۍ له طالبانو غواړي چې دغه پروګرام ته اجازه ورکړي. د دوی په خبر، اوس په لوګر کې زرګونه کورنۍ د بېلابېلو ستونزو له کبله بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د لوګر اوسېدونکی خیرالله وايي، طالبان او حکومت باید پر دغه پروګرام چې موخه یې د بېوزله کورنیو لاسنیوی دی، سیاست و نه کړي او اجازه ورکړي چې پلی شي.
خو طالب ډله بیا په دغه پروګرام کې پراخ فساد د هغه د درولو لامل بولي. د دې ډلې ویاند ذبېحالله مجاهد سلاموطندار ته ویلي چې یاد پروګرام یې د فساد له کبله ځنډولی او له دې لارې کېدونکې مرستې اړمنو کسانو او کورنیو ته نه ورکول کېږي.
د ملي دسترخوان پروګرام شاوخوا دوه میاشتې مخکې د ولسمشر محمداشرف غني د فرمان له مخې پیل شو او ټاکل شوې وه د لوګر د مرکز پلعلم ښار په ګډون، د دغه ولایت پر ۳۲ زره بېوزله کورنیو پهکې د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانیو مرستې ووېشل شي.