له هغه وروسته چې طالبانو د هرات یوشمېر ولسوالۍ ونیولې، پخواني جهادي مشر محمداسماعیل خان له خپلو سلګونو وسلهوالو سره یوځای نن د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د طالبانو پر وړاندې مبارزې ته راووت.
هغه نن له غرمې مخکې په یوه غونډه کې د سوېل لوېدیځ حوزې د ولسي پاڅون خبر ورکړ او وايي، له بېګاه راهیسې یې د طالبانو مخنیوي په موخه د هرات ښار په پنځلسو برخو کې ولسي پاڅونوال ځای پر ځای کړي او ډېر ژر به د طالبانو پر وړاندې سنګر ته ولاړ شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی ټینګار کوي چې ولسي پاڅونوال به د نن ورځې تر ماښامه سنګرونو ته ولاړ شي او له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه به جګړه وکړي. هغه پر افغان سرتېرو هم غږ کوي چې د طالبانو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي او دوی یې ترڅنګ ولاړ دي.
- ولسي پاڅونوال به د سیمهییزې اردو په چوکاټ کې فعالیت وکړي
- د ولسي پاڅونوالو پر مدیریت د ولسي جرګې ټینګار
- کندهار کې د طالبانو پر وړاندې د ولسي پاڅون ډله جوړه شوه
اسماعیل خان وايي، د طالبانو پر وړاندې د خلکو پاڅون یوازې د هرات لپاره نه، بلکې د هرات ښار او ولسوالیو له چاڼ کولو وروسته به د سوېل لوېدیځې حوزې اړوند نورو ولایتونو ته هم ورشي، څو یې له طالبانو پاک کړي.
نوموړی پر هراتیانو او خپلو پلویانو هم غږ کوي چې وسلې واخلي او طالبانو ته اجازه ور نه کړي چې هرات ښار ته ننوځي. هغه ټینګار کوي چې خلک باید د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي او طالبان وځپي.
یوشمېر هراتیان او د محمداسماعیل خان پلویان هم وايي چې د هرات ښار د ساتنې لپاره به د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي او په ټول توان به د طالبانو پر وړاندې ودرېږي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس د هرات د ګذرې، انجیل، کشک رباط سنګي او کروخ ولسوالیو پرته نورې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.