Asset 1SWN

ارګ پر ملت او دولت د طالبانو وروستي بريدونه «ناروا» وبلل

sediqi-ox57lljld8maeprtk630e06z610l8vj9x4x48de2l0

 

ارګ ويلي په هلمند او غور کې د طالبانو وروستي بریدونه ښيي چې دوی د افغان د ولس له نېک او صادقانه نیت نه ناوړه ګټه اخیستې او خپلې ناروا جګړې ته یې دوام ورکړی دی.

د ولسمشر وياند صديق صديقي نن پر خپله ټوېټر پاڼه ليکي چې طالبانو د دولت او ملت پر وړاندې خپلو وحشیانه او ترهګریزو بریدونو ته زور ورکړی دی.

صديقي د ملکيانو او نظاميانو پر وړاندې د طالبانو جګړه «ناروا» بللې ده.

نوموړي زياته کړې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د افغانستان ولس، د سولې پروسې د چټکتیا لپاره د طالبانو  ۶ زره او ۱۰۰ خطرناکو بندیانو  د خوشې کولو پرېکړه وکړه چې طالبان د جګړې پای او باعزته او پایدارې سولې ته وهڅوي.

صديقي د افغان دولت له لوري د ۶ زره طالبان بنديانو خوشې کولو ته په اشارې وويل، د نړۍ د سولې په هېڅ یوه پروسه کې داسې پرېکړه نه ده شوې.

ارګ پر ملت او دولت د طالبانو بريدونه له هغې وروسته «ناروا» وبلل چې په دوحه کې د بين‌الافغاني خبرو له پيل سره هم مهاله تاوتريخوالی ډېر شو.

وروستی هغه يې د هلمند پر مرکز د طالبانو بريد و. د امنيتي مسوولانو په وينا، د نهو ورخو په تېرېدو اوس هم په دې ولايت کې جګړې دوام لري.

د امنيتي سرچينو د راپور پر بنسټ په دې  بريدونو کې نږدې ۳۰۰ طالبان او ۳۰ امنيتي ځواکونه وژل شوي دي.

تېره ورځ په غور کې هم موټربم چاودنه وشوه. په دې چاودنه کې شاوخوا ۱۵ کسان ووژل شول او له ۱۰۰ ډېر ټپيان شول. ارګ دا بريد د طالبانو کار وباله.

ناټو هم غور ولايت کې موټربم چاودنه وغندله.

ياد سازمان په ټوېټ کې وويل چې دوی په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسېدو او همداراز د ترهګرو پر وړاندې امنيتي ځواکونو سره درېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام