د شاعر او لیکوال کاظم امیني لور چې تېره جمعه د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار اړوند له څلورمې ناحیې څخه تښتول شوې وه پرون يې کورنۍ نوموړې بېرته پیدا کړې چې طالبانو یې کورنۍ ته ویلي، لور یې باید له برمته کوونکي سره نکاح وکړي.

ځکه د طالبانو په وینا، د تښتول شوې نجلۍ کورنۍ دغه صحنه په لوی لاس جوړه کړې وه او د نجلۍ د برمته کېدو کیسه درواغ وه.

د تښتول شوې نجلۍ پلار وايي، دوه لوڼې يې تېره جمعه له کوره په دې نیت ووتلې چې د خپلې خاله کور ته لاړې شي، خو مشره لور یې په لاره کې ناڅرګنده کسان برمته کوي او نامعلوم ځای ته یې بیايي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي وروسته له هغې چې کشره لور یې کور ته راځي او د پېښې کیسه ورته کوي، دوی هم د مزارشریف ښار دویمې او څلورمې امنیتي حوزو ته خبر ورکوي، څو لور یې له برمته کوونکو څخه وژغوري.

هغه وویل: «څلور پنځه میاشتې کېدې چې زما کورنۍ، زما لور او زه یې زورولم، هغه شمېرې مو تعقیب کړې، حوزې ته لاړو او دا شمېرې مو ورکړې یو کس یې پیدا کړ. سره له دې چې دا شمېره یې د جمعې په ورځ اخیستې وه. بلاخره کله چې ددې شمېرو مالک تر نظارت لاندې ونیول شو تېره شپه ټیلیفونونه راتلل چې مونږ جینۍ دلته ولیده، هلته مې ولیده، بېګاه شپه مو نجلۍ پيدا کړه یوازې په ډراماتیکه توګه په یوه کور کې ځای پرځای شوې وه.»

هلته مې ولیده، خو د پیسو غوښتنه یې ونه کړه، تېره شپه مو نجلۍ پيدا کړه یوازې په ډراماتیکه توګه په یوه کور کې ځای پر ځای شوې وه.»

امیني زیاتوي چې طالبانو ورته ویلې دي چې لور يې د تښتېدو تمثیل کړی او له یوه کس سره په خپله خوښه تللې چې باید خپله لور په شرعې نکاح ورکړي، څو شریعت پلی شي.

هغه وویل: «طالبانو مونږ کلک ونیولو چې تاسو دا صحنه جوړه کړې، ویل یې دا صحنه تا خپله جوړه کړې او بیا یې په خپلوانو ور اړوې، نو اوس یې دغه کس ته ورکړه. ما وویل، تاسو حق نه لرۍ چې زما لور چاته په نکاح کړئ. اسناد یې راوړل لاندې باندې یې کړه چې نجلۍ همدې هلک ته په نکاح کړئ. ما وویل چې نه زه کور ته ځم او روانی حالت مې چې عادي شي، بیا وروسته پرېکړه کوو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

امیني زیاتوي، تښتوونکې يې لور ته زیان نه دی رسولی، خو کوم درمل چې يې لور ته ورکړي، پر خبرو کولو حاکمیت نه لري. وموغوښتل چې د دې پیښې په اړه د مزارشریف د دویمې او څلورمې حوزې د مسولینو نظر هم راواخلو خو تر ډېرو اړیکو نیولو وروسته هم ونه توانېدلو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام