هبت‌الله اخند‌زاده: هېڅوک ښځې په زور سره په نکاح کولو نه شي مجبورولای

د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخوندزاده نن د ښځو د حقونو په اړه په یوه تازه ځانګړي فرمان کې ویلي چې د نکاح پر مهال د بالغو ښځو رضایت ضرور دی او هېڅوک ښځې په زور سره په نکاح کولو نه شي مجبورولای. په افغانستان کې په کم عمر کې د نجونو ورکول او په زور سره ښځې نکاح ته اړ اېستل لویه ستونزه بلل کېږي چې په کراتو یې د مخنیوي غوښتنه شوې.

بلخ کې برمته شوې نجلۍ له تښتوونکي سره نکاح ته اړ کړل شوې

د شاعر او لیکوال کاظم امیني لور چې تېره جمعه د بلخ مرکز مزار شریف ښار له څلورمې ناحیې څخه تښتول شوې وه پرون يې کورنۍ نوموړې بېرته پیدا کړه او طالبانو یې کورنۍ ته ویلي، لور یې باید له برمته کوونکي سره نکاح وکړي، ځکه د طالبانو په وینا، د تښتول شوې نجلۍ کورنۍ دغه صحنه په لوی لاس جوړه کړې وه.

ولسي جرګه: طالبان غواړي د خلکو پر ناموس تېری وکړي

د طالبانو له لوري د جګړې د زیاتېدو او د ولسوالیو له سقوط وروسته، د دغې ډلې تر ولکې لاندې سیمو کې پر ښځو او د دوی د ژوند پر نورو برخو طالبانو نوي قوانین او بندیزونه وضع کړي دي.  د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د نویو بندیزونو د خبرونو له خپرېدو سره هم‌مهاله په ولسي جرګه کې د خلکو استازیو د طالبانو دغه کار ته غبرکون ښودلی دی.

تخار کې د طالبانو نوې پرېکړه؛ هره کورنۍ به یوه نجلۍ په نکاح ورکوي

په تخار ولایت کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د دغه ولایت د ۱۶ولسوالیو د نیولو په لړ کې نن په کابل کې د دغه ولایت ځوانانو او مدني فعالانو د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال وویل چې دغه وضعیت د اندېښنې وړ دی او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې خلک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.