روزګان ولایت کې یوه امنیتي سرچینه او ځینې مدني فعالان وايي، وسلهوالو طالبانو تېره شپه دهراوود ولسوالي دويم ځل لپاره ونیوله.
د دوی په وينا، وسلهوال طالبان د ولسوالي مقام، امنیې قوماندانۍ، ملي امنیت مديريت او مرکزي جامع جومات په شاوخوا ودانیو کې لیدل کېږي.
د معلوماتو له مخې، سیمهییزو دولتي چارواکيو او امنیتي منسوبینو د یادې ولسوالۍ «کلاچې» سیمه کې د حاجي سردار اکا جومات ته نږدې امنیتي کمربند اچولی دی.
خو د روزګان د والي ویاند احمدشاه ساحل بیا داخبره نه مني.
دا يادولو ده چې «دهراوود ولسوالي» يوه مياشت وړاندې تر سختې جګړې وروسته د وسلهوالو طالبانو لاس ته ولوېده؛ خو له ۲۰ ورځو وروسته افغان ځواکونو یاده ولسوالي بېرته ونیوله.
وسلهوالو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.