د بهرنیو چارو وزارت له القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو دوام په اړه د ملګرو ملتونو د وروستي راپور هرکلی کړی او له دغه سازمان او خپلو نورو نړیوالو متحدانو یې غوښتي چې دا ډله اوربند ته اړ باسي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې له ملګرو ملتونو او د افغانستان له نورو نړیوالو شریکانو غوښتي چې پر طالب ډلې فشار راوړي، څو له هدفي وژنو او ترهګرو ډلو سره له اړیکو لاس واخلي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې طالب ډله باید د یوې مانا لرونکې سولې لپاره د لارې هوارېدو په موخه اوربند ومني، ترورونه پای ته ورسوي او له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.

پر القاعده شبکې، داعش ډلې او له دغو ډلو سره د نورو تړلیو ډلو او بنسټونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې او ارزونې ډلې په اووه‌ویشتم راپور کې چې څلور ورځې وړاندې خپور شو، لیکل شوي چې طالبان لا هم د القاعده په ګډون، له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.

 د دغه راپور پر بنسټ، له القاعده شبکې، داعش او ځینو نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکې لا پر خپل ځای او ټینګې دي او د غزني په هغې سیمه کې چې د طالبانو تر واک لاندې ده، د هند نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې د مشر حسام عبدالرووف چې په ابومحسن المصري مشهور و، وژل کېدل، د دې ادعا ښه ثبوت دی.

په دغه راپور کې د پاکستان د طالبانو تحریک، د سیمې ترهګریزو ډلو او د اسلامي جهاد ډلې ترمنځ چې د همغږۍ او ګواښونو یادونه هم شوې ده. د اسلامي جهاد ډله د فاریاب او کندوز ولایتونو په هغو سیمو کې فعالیت کوي چې د طالبانو تر واک لاندې دي.

د ملګرو ملتونو یادې ډلې د افغانستان وضعیت ستونزمن او د ترهګرو ډلو له ګواښونو سره مخ بللی دی.

افغان دولت تل ویلي چې طالبانو له امریکا سره په دوحه کې د هوکړه‌لیک له لاسلیک وروسته هم له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې ساتلې دي، خو طالبانو بیا له یادو ډلو سره د خپلو اړیکو لرلو موضوع رد کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام