د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي، د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د څو ولسوالیو د مرکزونو له نیولو سره هم‌مهاله پنټاګون د افغانستان د امنیتي وضعیت د ارزونې په حال کې دی.

د امریکا د دفاع وزارت د ویاند په وینا، له بهر څخه د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د مرستې د څرنګوالي په اړه پرېکړه د امریکايي پوځي چارواکو تر ارزونې لاندې ده او د افغانستان روان وضعیت ته په کتو به له دغه هېواده د ناټو ځواکونو د وتلو بهیر د ورو کېدو په اړه پرېکړه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «په دې برخه کې له مونږ سره بېلابېلې لارې شته چې د قراردادي او په ځانګړې توګه د افغان هوایي ځواکونو څخه څنګه ملاتړ وکړو. مونږ اوس هڅه کوو چې خپلې موخې ته ورسېږو. مونږ د شته لارو د ارزونې په حال کې یو.»

د پوځي چارو یو‌شمېر کارپوهان په دې باور دي چې امریکا غواړي له افغانستان سره تر یوې مودې پورې پوځي همکاریو ته دوام ورکړي او هڅه کوي، هغه حکومت چې یې په ۲۰۰۱ لومړي کال کې رامنځ ته کړی، ساتنه یې وکړي.

د پوځي چارو شنونکی خپلواک ځاځی وایي، په اوسنیو شرایطو کې د دا ډول خبرو موخه دا ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر ټکنی شي او وسله‌وال طالبان دې ته متوجه کړي چې دوی  غلطي کوي او امریکا پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي. خو د نوموړي په وینا چې امریکا له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه کړې او بهرني ځواکونه به له دغه هېواده وځي.



په همدې حال کې د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز رییس دواخان مینه‌پال له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو او افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستو په اړه وایي چې ناټو د افغانستان سټراټیژیک ملاتړ دی او هرکله چې د ترهګرو له لوري تاوتریخوالی راکم شو، د ناټو ځواکونو د وتلو بهیر به په بشپړه توګه پای ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړه، د دوحې هوکړې له مخې طالبانو باید تاوتریخوالی راکم  کړی وای، خو په وینا چې دغې ډلې جګړې ته مخې کړې او تاوتریخوالي ته یې زور ورکړی دی.

هغه وویل چې طالبان او نورې ترهګرې ډلې د افغانستان او ناټو لپاره ګډ ګواښ دی او دوی کولای شي چې د دغو ترهګرو ډلو ارزونه وکړي او په اړ یې کډه پرېکړه ونیسي.

دغه څرګندونې داسې حال کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو څو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جګړې زور اخیستی چې له امله یې ګڼ‌شمېر امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې د یو‌شمېر ولسوالیو مرکزونه هم د وسله‌والو طالبانو لاس ته ورغي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام