د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا اعلان کړی چې ټاکل شوې د افغانستان لپاره د مرستو راټولو په موخه د سویس په جېنوا ښار کې تر راتلونکو دوو ورځو پورې یوه ناسته جوړه شي.

د یاد سازمان په وینا، دغه ناسته د بریټانیې، المان، او ملګروملتونو په کوربه‌توب جوړېږي او مشري به یې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش پر غاړه ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ټاکل شوې دغه ناسته راتلونکې پنج‌شنبه د وري میاشتې په یوولسمه نېټه د افغانستان لپاره د مرستو راټولو په موخه په انلاین بڼې جوړه شي.

اوچا ویلي چې افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه کسان چې د دغه هېواد ۵۹ سلنه نفوس جوړوي، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري چې د تېر کال په پرتله ۳۰سلنه ډېروالی ښيي.

ملګرو ملتونو هم افغانستان کې څه باندې ۲۲ میلیونه افغانانو ته د بشردوستانه مرستو رسولو لپاره د ۴.۴۴ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې چې په تمویلېدو سره به یې مرستندویه بنسټونه وکولای شي، خپلو فعالیتونه دوام ورکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

مرستندویه بنسټونو ویلي چې افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال لپاره د بشردوستانه مرستو لپاره د یادو پیسو غوښتنه د بشردوستانه مرستو تر ټولو لویه غوښتنه ده چې کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام