پکتیا کې ۹۵سلنه د ځنګلونو پرې کولو مخه نیول شوې

پکتیا کې د ځنګلونو ساتنې قطعې مسوولان وايي چې د تېرو دوو کلونو پرمهال یې دغه ولایت کې ۹۵سلنه د ځنګلونو د پرې کولو مخه نیولې او په تړاو ۵۲ کسان هم نیول شوې دي.

پکتیا کې د شنې قطعې قومندان جاوید اغا سلام‌وطندار ته وايي چې تر دې مهاله یې د ځنکلونو پرې کولو په جرم ۵۲ کسان نیولي چې ځینې یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشي کړي او لس کسان یې محکمې ته سپارلي دي.

ا.ا په ایران کې د قاسم سلیماني د تلین پر مراسمو شوې چاودنې غندلي

د بهرنیو چارو وزارت د ایران په کرمان ولایت کې د قاسم سلیماني د څلورم تلین مراسمو کې شوې دوه مرګونې چاودنې په کلکو ټکو غندلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس لیکلي چې ا.ا دغه چاودنې غندي او د ایران حکومت او خلکو ته په ځانګړې توګه د قربانیانو کورنیو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوي.

هند کې د ځمک‌ښوویېدنې له امله لسګونه کارګر یوه تونل کې ایسار پاتي

هند کې د یوه سړک لپاره د جوړېدونکي یوه تونل د نړېدو له امله لسګونه کارګر د تونل دننه ایسار پاتې دي.

پېښه د هند د همالیان ایالت اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې کارګرو خپل ځای نویو کارګرو ته پرېښوده. دې تونل کې ګڼ‌شمېر کارګرو په بېلابېلو وختونو کې کار کاوه.

بامیان کې په څه باندې یو میلیون ډالرو د «واټرشيډ» پروژې پیل شوې

د بامیان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت د «واټرشیډ» یا د اوبو د خاورینو بندونو د جوړېدو پروژې پیل شوې.

یادې پروژې د بامیان سیغان او پنجاب ولسوالیو کې پیل شوي چې د «اکشن‌ایډ» موسسې له لوري پلې کېږي.

سمنګان او میدان‌وردګ کې د ټرافیکي پېښو له امله پنځه کسان مړه شوي

د میدان‌وردګ او سمنګان ولایت اړوند سیمو کې د دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو پر مهال پنځه کسان مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.

لومړۍ پېښه چې پرون ماښام د «زمري اوومه» د میدان‌وردګ په سیدا‌باد ولسوالي کې رامنځته شوې له کبله یې دوه کسان مړه شوي دي.

ناپېژنده وسله‌والو سرپل کې یو کس له تښتولو وروسته وژلی

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې له دغه ولایت څخه د تښتول شوي کس جسد یې سرپل کې پیدا کړی دی. ناپېژنده کسانو دغه ځوان له جوزجان تښتولی و او سرپل کې یې وژلی دی.

د جوزجان د امنیې قومنداني د جنايي مدیریت د کشف امر شمس‌الله وثیق ویلي چې پېښه پرون پنجشنبه رامنځته شوې ده.

افغانستان د تېرو ۱۵ کلونو تر ټولو سخت ژمی تجربه کوي

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ځانګړې اداره «یونېسف» وايي چې افغانستان د  تېرو ۱۵ کلونو له تر ټولو سخت ژمی تجربه کوي.

یونېسف د دغې ادارې د اجراییه مرستیال عمر عبدي له قوله پرون دوشنبه د سلواغې ۱۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې روان ژمي کې د افغانانو بشري اړتیاوې ډېرې دي.

تخار کې ماین چاودنه؛ اته ملکیان ټپیان شوي

تخار کې محلي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې چاودنه شوې ده. سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي، چاودنه نن چهارشنبه د مرغومې اوومه د تالقان ښار چوک مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د تخار د امنیې قومنداني ویاند عبدالمبین ساپی وايي، چاودنه د ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې چې په پایله کې یې څلور ملکیان ټپیان شوي دي.