اسلامي امارت چهارشنبه د امریکا کانګرېس ته په یوه پرانیستي لیک کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خلاصیدو غوښتنه وکړه. په دې لیک کې ویل شوي وو، که د امریکا حکومت د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره شتمني کنګل وساتي، افغانستان به له بشري او اقتصادي‌ ناورین سره مخ شي.‌

خو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ  د شتمنیو زېرمو د خلاصولو لپاره د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د لیک په ځواب کې ویلي، امریکايي چارواکو روښانه کړې وه چې که اسلامي امارت د زور له لارې واک ته ورسېږي، افغانستان سره به مهمې مالي مرستې بندې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ټوماس وېسټ ویلي، طالبانو په دې لیک کې چې د امریکا کانګرېس ته یې استولی، د افغانستان د اقتصادي او بشري ناورین په اړه حقایق ناسم انځور کړي او افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وړاندې د جګړو، وچکالۍ او کورونا وېروس له امله بشري بحران څخه ځورېدل.

یو‌شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته د اسلامي امارت نه حاضرېدل، پر هغوی فشار ډېروي او تر هغه چې هغوی پر خپل دریځ فشار ولري، مثبت ځواب به ترلاسه نه کړي.

سیاسي کارپوه اکرم عارفي وویل، امریکا به خپل بندیزونه او فشارونه نور هم زیات کړي، څو طالبان خپلې کړنلارې ته بدلون ورکړي. هغه وویل،«امریکا به خپلو فشارونو ته دوام ورکړي، سیاسي او ډیپلوماټیکو فشارونو ته. ممکن ځينې وخت له نورو تاکتیکونو، د هغو ډلو له لوري چې پرې نفوذ لري کار واخلي او دغه وضعیت به دوام وکړي، ترهغه چې طالبان خپل سیاسي دریځ کې بدلون راوستلو ته اړ کړي.»

بل سیاسي کارپوه سید باقر محسني هم ټینګار کوي چې د نړیوالې ټولنې د شرایطو منل او د اسلامي امارت له‌خوا د نرمښت ښودل د افغانستان د روان بحران یوازینۍ حل‌لاره ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې د امریکا د کانګرېس دوه جمهوري غوښتونکي غړي لندسي ګراهام او مایکل والتز د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش څخه یوه لیک کې غوښتي، هرڅنګه چې وي، طالبان په رسمیت ونه پېژني او د اسلامي امارت پر وړاندې د دغه سازمان بندیزونه لرې نه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام