د پاکستان په کوربه‌توب د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د خپلې وینا پر مهال ویلي چې د افغانیو ارزښت ساتلو او د اړتیا پوره کولو لپاره دې له دوی سره د توکو د مرستو پر ځای، نغدي مرستې وشي.

متقي په یاده غونډه کې د اسلامي همکاریو سازمانو پر غړو هېوادونو غږ کړی چې خپل پانګوال وهڅوي، څو په افغانستان کې پانګونه وکړي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقار بلخي په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې متقي د بندو دروازو ترشاه یادې غونډې ته وینا کړې. نوموړي په خپل ټویټرپاڼه د متقي د وینا ویډیو هم خپره کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که څه هم یاده غونډه په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه جوړه شوې او لومړی پړاو یې رسنیو په ژوندۍ بڼه خپاروه، خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دغه ناسته کې د مېلمنو په ځای کې ناست و.

په ورته مهال یو‌شمېر رسنیو رپوټونه ورکړي چې د اسلامي همکاریو سازمان په دې غونډه کې د افغانستان د استازي څوکۍ تشه وه او مخته یې د افغانستان درې رنګه بیرغ ايښی و.

د رپوټونو پر بنسټ، د اسلامي همکاریو سازمان روانه غونډه کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ته جلا څوکۍ ورکړل شوې وه او د کوم هېواد نوم او بیرغ ورسره نه و، اېښودل شوی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دې غونډې ته د اسلامي هېوادونو د ۲۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون، د څه پاڅه ۵۰ هېوادونو او سازمانونو استازي ورغلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام