د برېټانیې ډیلي مېل ورځ‌پاڼې د راپور له مخې، د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني یو ساتونکی عطا شریفي چې د حکومت د سقوط پر مهال نه دی بریالی شوی له غني سره یوځای له هېواد بهر ووځي او اوس چې یې په افغانستان کې یوه خوندي  نامعلوم ځای کې یې ځان پټ کړی وایي، داسې سندونه لري چې مخکیني ولسمشر له پیسو ډکو بیکونو سره له هېواده تښتېدلی دی.

نوموړي له ډېلي مېل سره په مرکه کې ویلي، د ارګ له کمرو څخه داسې ویډیوګانې په لاس کې لري چې د ولسمشر غني له تېښتې وړاندې یو کس هغه ته ډېرې پیسې راوړي. هغه زیاتوي، ښايي د دغو پیسو شمېر له بیلیونونو ډالرو هم پورته وي چې هره پنچ‌شنبه دغه ډالر د ارزي تبادلې لپاره ارګ ته راوړل کېدل، خو نوموړی وایي، باور یې نه کېده چې دغه پیسې به ولسمشر اخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شریفي زیاتوي چې دغه سندونه به هلته په ډاګه کړي چې یوه خوندي ځای ته لاړ شي او د ده او کورنۍ ژوند یې له ګواښ سره نه وي مخ.

په راپور کې ویل شوي کله چې د اګسټ په ۱۵مه د لوېدیځ په ملاتړ د غني په مشري حکومت راوپرځېد او عطا شریفي بریالی نه شو چې د ولسمشر او د هغه نږدې کسانو سره له هېواده وتښتي او اوس په افغانستان کې په یوه نامعلوم ځای کې ژوندي کوي، په هېواد کې تر څار لاندې څېره جوړه شوې.

د اسلامي امارت مسوولانو د نوموړي د نیولو لپاره د کابل ټولې امنیتي حوزې موظفې کړي او هر هغه کس چې د نوموړي په اړه اسلامي امارت ته کره معلومات ورکړي، یو میلیون افغانۍ به جایزه ورکوي.

ډېلې مېل په دغه راپور کې همدراز ویلي چې په ټوله پلازمېنه کې د طالبانو تر ټولو بې‌رحمه کسانو له لوري د نوموړي د پلټنې د هڅې پیلېدو، هغه ډېر ډارولی دی.

راپور کې راغلي چې د کابل په یوه سړک کې وروسته له هغې چې طالبان د شریفي یو ورور پېژني، پر هغه ډزې کوي او ټپي کېږي. نوموړی وروسته په هماغه سیمه کې یوه کور کې پټېږي او بیا روغتون ته لېږدول کېږي.

بل‌خوا شریفي ډېلي مېل ته ویلي چې په روانه اوونۍ کې یې ورېندارې د کورنیو چارو وزارت اړوند له نهمې حوزې څخه یو لیک ترلاسه کړی چې شریفي باید ژر خپل ځان تسلیم کړي. شریفي همداراز ویلي چې د کورنیو چارو سرپرست د کابل ټولو حوزو ته سپارښتنه کړې چې د نوموړي د نیولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د یاد راپور پراساس، عطا شریفي څه باندې دوه لسیزې پوځي قومندان وو. هغه په ۲۰۰۵ کال کې د ولسمشرۍ ماڼۍ له امنیتي ځواکونو سره یوځای شو او معاش یې د امریکا متحده ایالاتو له لوري ورکول کېده.

په ۲۰۱۰ کال کې او له هغه وروسته د برېټانیې د پوځ له لوري ورته روزنه ورکړل شوه. د روان کال له پیل څخه نوموړی د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۱۵۰۰ ځانګړو ځواکونو د قطعې قومندان وو چې د هېواد په کچه له ځانګړي باور څخه برخمن وو.

عطا شریفي ویلي چې له هېواد څخه یې د وتلو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو نوموړي چې کلونه چا ته کار کړی وو، هېڅ راز ملاتړی یې ترې نه دی کړی. هغه وایي، د ده او کورنۍ ژوند یې په ګواښ کې دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې رویټرز خبري اژانس په کابل کې د روسې سفارت د چارواکو له قوله راپور ورکړی وو چې مخکینی ولسمشر اشرف غني له پیسو ډکو څلورو موټرو او یوې چورلکې سره له افغانستان څخه تښتېدلی دی.

په هغه راپور کې راغلي وو چې د پیسو د لېږد لپاره کافي ځای نه وو، نو له همدې امله یو‌‌شمېر پیسې ورڅخه په ارګ پاتې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام