د روان کال د زمري میاشتې په ۲۴مه طالبانو پلازمېنه کابل ونیوه او کابل ته د دوی تر داخلېدو وړاندې، د هېواد پخوانی ولسمشر محمداشرف غني له هېواده وتښتېد. وروسته بیا رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې اشرف‌غني له پیسو څخه ډکو موټرو سره له افغانستان څخه تښتېدلی دی.

څو ورځو وړاندې روښانه نه وه چې اشرف غني چېرته تښتېدلی دی، خو هغه له تېښتې درې ورځې وروسته په خپله فیسبوک‌پاڼه د یوې وېډیو په خپرولو سره وویل چې په عربي متحده امارتو کې دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسوک‌پاڼه وڅارئ

د تښتېدلي ولسمشر په خپره شوې وېډیو کې راغلي چې دی د وینې تویېدنې مخنیوي لپاره د افغانستان پرېښودو ته اړ شوی دی.

د هېواد تښتېدلي ولسمشر له افغانستان څخه د پیسو د لېږد په اړه رپوټونه رد کړي او ویلي یې دي چې ان د خپلو بوټونو د پښو کولو فرصت یې هم پیدا نه کړ چې په پښو یې کړي.

هغه وویل: «زه له افغانستان څخه داسې واېستل شوم چې ان فرصت مې پیدا نه کړ چې خپلې څپلۍ له پښو وباسم او بوټونه په پښو کړم. کتابونه او سلګونه کتابچې او لپ‌ټاب مې چې شخصي یادښتونه مې پکې وو چې د ژوند ټول معنوي شته مې همدا وو، ونه توانېدم له ځان سره یې یوسم. دا ټول چې محرم اسرار وو د نورو لاس ته ولوېدل. ما په افغانستان کې د نړیوالو قدرتونو سره د افغانستان د پرېښودو په اړه هېڅ بحث نه دی کړی او دا پېښه یوځلي او د امنیتي همکارانو په فشار رامنځته شوه. زه له یو کمیس، یوه واسکټ او یوه جوړه څپلیو سره د هېواد پرېښودو ته اړ شوم.»



د نوموړي د بوټو د بدلون لپاره د کافي وخت نه شتون په اړه د دې ویډیو او څرګندونو له خپرېدو سره هم‌مهاله داسې نوملړ خپور شوی چې ښيي، اشرف‌غني له افغانستان څخه د تېښتې په ورځ، په یو ساعت کې د ملي امنیت له پخواني سلاکار حمدالله محب، د چارو ادارې له رییس فضل محمود فضلي، د دفتر له رییس متین بېک او د ولسمشرۍ ریاست د عامه اړیکو او استراتیژیکې ادارې له رییس وحید عمر سره لیدنې کړي دي.

هېوادوال وايي، اشرف غني په یوه ساعت کې وتوانېد له څلورو کسانو سره وګوري، خو څنګه کېدای شي د بوټونو بدلون وخت ونه لري.

د هېواد د پخواني ولسمشر محمداشرف غني تېښتې ډېرې نیوکې له ځان سره درلودلي دي.

د طالبانو له لوري د هېواد له نیول کېدو ۸ ورځې وروسته، اوس هم خلک د اشرف غني له تښتېدو قهرجن دي او هغه ته د نفرت په سترګه ګوري. دوی وايي، ولسمشر اشرف‌غني له دې امله چې خلک یې بې برخلیکه کړي، هېڅکله هم نه بښي.

که څه هم ولسمشر غني ویلي چې ډېر ژر به بېرته افغانستان ته راشي، خو هېوادوال وايي، خلک هغه ته  هېواد ته د راګرځېدو اجازه نه ورکوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پلازمینې یو اوسېدونکی محمد رضایي وایي:«د افغانستان لپاره د غني تېښته یوه توره لکه وه. او که هڅه وکړي بیا افغانستان راشي د هیوادوالو له سخت غبرګون سره به مخ شي. بدبختانه بد اقتصادي وضعیت ته په کتو چې خلک ور سره مخ دي او د پخواني حکومت ولسمشر غني ډېرې پیسې له هیواده یوړې او دې موضوع خلک اندېښمن کړي او هېوادوال به هېڅ کله اشرف غني ونه بښي.»

د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو یوه اونۍ وروسته، هېواد اوس هم د قدرت له تشې سره مخ دی او معلومه نه ده چې د خلکو برخلیک به څه وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام