Asset 1SWN

توماس وېسټ افغانستان کې د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت اقدامات ستایلي

Thomas west1

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي دغه هېواد کې د داعش خراسان ډلې د کمزوري کولو برخه کې د اسلامي امارت د حکومت هڅې ستایلي دي.

توماس وېسټ دغه څرګندونې پرون سه‌شنبه د اګسټ ۱۲مه امریکا کې د اسټیمسون مرکز کې د وینا پر مهال کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي همداراز د تېرو دوو کلونو پر مهال د ا.ا له لوري د داعش خراسان څانګې د اتو قومندانانو او د یادې ډلې د بریدونو مخنیوي یادونه کړې او هغه یې ستایلي دي.

نوموړي وویل: «نه غواړم چې د داعش خراسان څانګې ګواښونو مخنیوي برخه کې د اسلامي امارت د هڅو ډېره ستاینه وکړم، خو د پخوا په پرتله اوس افغانستان کې د داعش بریدونه نه دي.»

په همدې حال کې د تېرې جمعې ورځې پر مهال د امریکا دوو استخباراتي چارواکو سي‌اېن‌اېن شبکې ته ویلي چې القاعدې افغانستان کې د بیا راژوندي کېدو توان له لاسه ورکړی دی.

امریکا داسې مهال افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او بریدونو د مهار او مخنیوي خبره کوي چې یو‌شمېر هېوادونه لاهم دې برخه کې اندېښنه لري.

د یادو اندېښنو په لړ کې د شانګهای همکاریو سازمان غړیو هېوادونو قزاقستان کې د یوې ناستې پر مهال افغانستان کې د القاعده او داعش ډلې شتون په اړه اندېښنه ښودلې.

د یادو هېوادونو اندېښنو ته په غبرګون کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته ویلي، افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه د شانګهای همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو اندېښنې بې‌ځایه دي.

په ورته مهال د امنیتي چارو کارپوه صادق شینواري سلام‌وطندار ته وویل چې هېوادونه باید افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه اندېښنو له‌منځه وړو برخه کې همکاري او همغږي وکړي.

نوموړي وویل: «د دې لپاره یادو اندېښنو ته د پای ټکی کېښودل شي، د امریکا په ګډون د سیمې هېوادونه اسلامي امارت سره دې ناسته وکړي او یا دې دغه هېوادونه په ګډه یو میکانیزم جوړ کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هم‌مهاله ګاونډیو او د سیمو هېوادونو په وار وار افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه اندېښنه ښودلې، خو ا.ا بیا  تل ویلي، اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام