توماس وېسټ افغانستان کې د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت اقدامات ستایلي
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي دغه هېواد کې د داعش خراسان ډلې د کمزوري کولو برخه کې د اسلامي امارت د حکومت هڅې ستایلي دي.
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي دغه هېواد کې د داعش خراسان ډلې د کمزوري کولو برخه کې د اسلامي امارت د حکومت هڅې ستایلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی توماس وېسټ پاکستان، المان او سویس ته سفر کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سفر د جنورۍ ۲۹مې نېټې څخه پیل شوی او د فبرورۍ تر څلورمې به دوام ولري.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د دفاع وزارت له سرپرست محمدیعقوب مجاهد سره د خپلو خبرو جزییات شریک کړي او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت کورنی او بهرنی مشروعیت د ښځو او نجونو پر وړاندې د حکومت کړنو پورې تړلی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېس هند ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو او د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له مخکیني رییس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې امریکا د هند له ملاتړ او د افغانانو اساسي حقونو ته د ژمنتیا له امله له دغه هېواد مننه کوي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ پرون چهارشنبه د تلې شپږمه د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د وینا پرمهال ویلي، اوس مسله دا نه ده چې کورنۍ جګړه به پیل شي، که نه، بلکې مسله دا ده چې جګړه به څه وخت پېښېږي. نوموړي افغانستان کې د کورنۍ جګړې په اړه خبرداری ورکړی دی.
د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان په اړه نړیواله ناسته له یوه ورځ ځنډ وروسته نن د یوشمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازیو په ګډون پیل شوه. ویل کېږي چې یاده نړیواله ناسته به پر اقتصادي او امنیتي موضوعاتو راڅرخي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي توماس وېسټ په مشري پلاوی نن دوحه کې د ا.ا له چارواکو سره ګوري. ټاکل شوې دواړه لوري د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې، اقتصادي ثبات، بشريحقونو، له ګواښ سره مخ کسانو په خوندي وتلو، د نجونو ښوونځیو پر پرانېستلو او نورو مسلو خبرې وکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، افغان سیاسي څېرې چې تېره اونۍ یې ورسره لیدلي په دې باور دي چې تاوتریخوالی د افغانانو لپاره ښه لاره نه ده او د ناورین د حل لپاره سیاسي بهیر ته لومړیتوب ورکوي او ورته لېواله دي. خو هغه ناهیلي څرګنده کړې چې اوس د دغسې یوه بهیر څرک نه لیدل کیږي.
د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس وېسټ له عبدالله عبدالله سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
نوموړي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه ټيلیفوني خبرې پرون شوي او افغانستان کې یې د وروستیو خونړیو بریدونو په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس وېسټ له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. نوموړي د کابل په لوېدیځ کې پر دوو ښوونیزو مرکزونو شوي بریدونه وحشیانه بللي او د نجونو پر زدهکړو د محدودیتونو له دوام څخه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانکړی استازی وایي چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې د نجونو ښوونځیو پر بیاپرانستلو او د افغانستان د راتلونکې د ټاکلو لپاره د یوه مشورتي پروګرام د جوړولو اړتیا په اړه خبرې کړې دي. د نوموړي په وینا، له میلیونونو کورنیو سره یوځای کېږي چې د اسلامي امارت له پرېکړې څخه خپله ژوره ناهیلي څرګنده کړي.
د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو او لېسو د تړل پاتېدو په اړه د اسلامي امارت د پرېکړې په اړه د منفي غبرګونونو په دوام، د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ دغه پرېکړه له افغانانو او نړيوالې ټولنې سره خيانت بللى دى او ویلي چې دا افغانستان او نړېوالې ټولنې سره د شوي ژمنې خلاف وو.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون