شنونکي: پاکستان هڅه کوي دغه هېواد کې روانه جګړه افغانستان ته ولېږدوي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پرون په یوې خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان له خاورې وسله‌وال ترهګر د دوی پر پوځیانو بریدونه کوي. دغو څرګندونو ته د چارو کارپوهان په دې اند دي چې پاکستان کې نیابتي جګړه او ناامنۍ ډېرې شوي او په داسې څرګندونو سره چې افغانستان کې ترهګرۍ دوی ته ګواښ پېښوي، غواړي نیابتي جګړه افغانستان ته ولېږدوي.

بایډن د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ولکې په لټه کې دی

د بشري حقونو څار بنسټ د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر هغه فرمان نیوکه کړې چې له مخې یې د افغانستان بانک ۳.۵ میلیارده ډالر د سپټمبر یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي. دغه بنسټ ویلي چې د امریکا ولسمشر غواړي د افغانستان پر کنګل شوې شتمنۍ ولکه خپله کړي.

د بهرنیو ځواکونو افغان همکاران: له هېواده د اېستلو هڅه مو نه ده شوې

یو‌شمېر افغانان چې کلونه یې له بهرنیو ځواکونو سره په افغانستان کې دنده ترسره کړې، وايي چې له هېواده د دوی د وتلو لپاره هېڅ هڅه نه ده شوې او د وتلو له بهیر څخه پاتې دي. دوی وايي، سره له دې چې په وار وار یې له اړونده چارواکو او بنسټونو سره اړیکه نیولې او د مرستې غوښتنه یې کړې ده، خو ځواب یې نه دی تر لاسه کړی.