د بشري حقونو څار بنسټ د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر هغه فرمان نیوکه کړې چې له مخې یې د افغانستان بانک ۳.۵ میلیارده ډالر د سپټمبر یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي. دغه بنسټ ویلي چې د امریکا ولسمشر غواړي د افغانستان پر کنګل شوې شتمنۍ ولکه خپله کړي.

د جو بایډن د فرمان له مخې، د افغانستان د بهرنیو اسعارو اووه میلیارده ډالري زېرمه چې د اسلامي امارت له راتګ سر هم‌مهاله د امریکا په نیویارک بانک کې تړل شوې، ۳.۵ میلیارده ډالر یې یوه صندوق ته لېږدول کېږي او پاتې ۳.۵ به یې امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ برید د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بشر حقونو څار بنسټ ویلي، که چېرته دغه پرېکړه پلي کېږي، نو د شتمنیو د کنټرول لپاره به ستونزې راولاړې کړي. د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د بشردوستانه مرستو په موخو د ۳.۵ میلیارده ډالر ځانګړي کول، ښايي نېک اقدام وي، خو دا باید ووایو چې له دې وړاندې په قانوني توګه ټول اووه میلیارده ډالر د افغانستان اوسېدونکو پورې تړاوو درلود.

د بشرحقونو څار بنسټ همداراز ویلي چې د افغانستان اوسني ناورین ته د رسېدنې لپاره د اقتصادي محدودیتونو او د افغانستان اقتصادي تثبیت لپاره د ملګرو ملتونو او مرستندویه بنسټونو له لوري د امریکا او نړیوال بانک د راضي کولو هڅې روانې دي.

په ورته مهال د یاد بنسټ، په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د افغانستان پر بانکي نظام اوسنيو محدودیتونو د دغه هېواد اوسېدونکي قحطۍ ته نږدې کړې دي.

بشر حقونو څار بنسټ زیاته کړې چې ۹۰ سلنه افغانان د کافي خوړو له نه‌شتون څخه کړېږي. یاد بنسټ همداراز ویلي چې د افغانستان اقتصادي ناورین  راټېټېدل دې پورې تړلي چې د افغانستان بانک ته اجازه ورکړل شي، څو د نړیوال بانکي سېسټم له لارې پر ډالرو راکړه ورکړه وکړي.

دې بنسټ یادونه کړې، دې اندېښنو ته د رسېدنې لپاره چې د افغانستان بانک د شتمنیو تامین به اسلامي امارت شتمن کړي، نړیوال بانک کولای شي چې غوښتنه وکړي، څو ټولې بانکي راکړې ورکړې او فعالیتونه د یوه خپلواک بانکي حساب له لوري وڅارل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې د مخکیني حکومت له سقوط وروسته او د اسلامي امارت له راتګ سره هم‌مهاله په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان بانک نږدې لس میلیارده ډالره شتمني کنګل شوې. د امریکا ولسمشر بېګاه د افغانستان بانک د اووه میلیارده ډالرو د ازادېدو فرمان لاسلیک کړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام