د تېرو څو لسيزو په جګړو کې زرګونه معلول دا مهال له کړاوو او ستونزو ډک ژوند تېروي. خو جوزجان کې معلولینو د مهارتونو په زده‌کړې او نوښتونو سره سختو ورځو ته شاه کړې او د پرمختګ لپاره یې زړونو کې هیلې راټوکولي دي.

دوی معلولیت ناتواني نه‌بولي او په پرلپسې هڅو سره د کامیابۍ په لور ګامونه پورته کوي. نذیره چې یوه خونه کې د پنجرې څنګ ته ناسته ده، د رنګ‌ارنګ جامو او د محفلونو او ښوونځیو بیکونو په ګنډلو سره د خپل ژوند، کورنۍ او ماشومانو د زده‌کړو لګښتونه پوره کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي، معلولیت‌لرونکي کسان دې کورونو څخه بهر شي او هغو وړتیاوو څخه چې لري یې، د یوې باثباته او پرمختللې راتلونکې لپاره ترې استفاده وکړي. دا یوازې نذیره نه ده چې د بریالیتوب پر لاره روانه شوې، بلکې نور هم شته چې د بریا لپاره یې ګامونه پورته کړي دي.

ذبیح‌الله هم یو له معلولو وګړو څخه دی او د کڼو کسانو مسوولیت په غاړه لري. دی خپلې موخې ته د رسېدو لپاره ننګونو او ناهیلیو ته پام نه کوي، بلکې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو تامینولو په هڅه کې دی.

هغه جوزجان کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره شوي فعالیتونه ډېر کم بولي او د ټولنې د دغو کسانو پر ملاتړ ټینګار کوي. د جوزجان د کڼو کسانو ټولنې ژباړن سید جلال سادات دغه ولایت کې د معلولیت لرونکو کسانو له فعالیتونو ستاینه کوي او د ټولې دغه ټبر سره د دولت او خلکو د همکاریو پر زیاتولو ټینګار کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هغه په وینا، دامهال ۱۵۰ معلول کسان د سواد زده‌کړې ترڅنګ د خیاطۍ او حلبي سازۍ په برخه کې فعالیت کوي. جوزجان کې معلولین دوی ته د بې‌توجه‌يۍ او سپکاوي فرهنګ له منځه وړلو لپاره کمپاین هم په لاره اچولی چې د هر معلول کس په زړه کې یې د هیلو ور پرانیستی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام