معلولین: پکتیا کې دې د حرفوي زده‌کړو پروګرامونه جوړ شي

پکتیا کې یو‌شمېر معلولین وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې یې معاش نه ‌دی اخیستی او له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی هغه غونډه کې چې افغان معلولینو ته د لاسرسي یا «AOAD» موسسې په همکارۍ جوړه شوې وه، له اسلامي امارت او نړیوالو بنسټونو او موسسو وغوښتل چې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره یې معاشونه ورکړي.

پکتيا کې معلولين او د شهيدانو کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو کړېږي

په هېواد کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته، ګن‌شمېر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي چې اوس له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د نورو کسانو ترڅنګ په پکتیا کې د معلولینو او د هغو امنیتي سرتیرو کورنۍ چې د تېر نظام په ملاتړ یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې خپل اولادونه له لاسه ورکړي، له اقتصادي ستونزو څخه کړېږي.