پکتیا کې یو‌شمېر معلولین وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې یې معاش نه ‌دی اخیستی او له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی هغه غونډه کې چې افغان معلولینو ته د لاسرسي یا «AOAD» موسسې په همکارۍ جوړه شوې وه، له اسلامي امارت او نړیوالو بنسټونو او موسسو وغوښتل چې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره یې حقوق ورکړي او ورته دې د حرفه ‌يي زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړل شي.

دغه معلولین پر مرستندویه بنسټونو او سوداګرو هم غږ کوي چې له معلولو وګړو سره مرستې وکړي، ځکه د دوی په وینا، معلولینو خپل د وجود غړي له لاسه ورکړي او د روغو کسانو په څېر نه شي کولای چې کار وکړي او خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ برابره کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پکتیا یوه معلول احمدالله نوري سلام‌وطندار ته وویل: «معلولين بايد کار زده‌کړي، د مبایل جوړولو او يا جرناتور جوړولو، دوی کولی شي، چې خپل ځان ته يو کوچنی دوکان برابر کړي، او له دوکان څخه خپلې کورنۍ حلاله نفقه وګټي.»

په ورته مهال پکتیا کې افغان معلولینو ته د لاسرسي یا «AOAD» موسسې مشر عبدالخالق ځاځی وایي، ډېری معلولین اوس هم د خپلو حقونو ترلاسه کولو په اړه معلومات نه ‌‌لري او باید په دې برخه کې د عامه پوهاوي کچه لوړه شي.

ځاځی وایي، د معلولینو د ژوند د ښه کېدو او په ځان د باور پيدا کېدو لپاره غواړي راتلونکې کې د حرفوي زده‌کړو پروګرامونه چمتو کړي.

هغه وویل: «موږ غواړو، موږ مخکې هم د حرفوي زده کړو پروژې درلودې، يو کلنه پروژه موږه سرته رسولې ده، خو وروسته نا ارمي راغله، زموږ ډونر وروسته شه، موږ راتلونکي پروګرامونه لرو، چې د حرفوي زده کړو پروژې راوړو او معلولينو داسې سيستم جوړ کړو، چې  د قرض ورکولو سيستم جوړ کړو، چې د يو معلول سره وغږيږو چې دوی څه کولی شي؟ چې زه دا کار کولی شم.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پکتیا کې شاوخوا ۱۰ زره معلولینو او د شهيدانو کورنيو تېر نظام کې د میاشتې ۵ زره ترلاسه کولې، خو اوس مسوولان وایي، د لیستونو له ارزونې وروسته به ټولو معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته له توپیر پرته حقوق ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام