نهه میلیونه افغانان د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د یوې خبرپاڼه په  خپرولو سره خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بشري ناورین مخ په پراخېدو دی او لوږه په دغه هېواد کې خپلې کمسارې کچې ته رسېدلې.  د دغه بنسټ ویاند بابر بلوچ ویلي چې نږدې ۲۳ میلیونه کسان په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي چې له ډلې یې ۹ میلیونه وګړي د قحطۍ له جدي ګواښ سره دي.

معلولین: پکتیا کې دې د حرفوي زده‌کړو پروګرامونه جوړ شي

پکتیا کې یو‌شمېر معلولین وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې یې معاش نه ‌دی اخیستی او له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی هغه غونډه کې چې افغان معلولینو ته د لاسرسي یا «AOAD» موسسې په همکارۍ جوړه شوې وه، له اسلامي امارت او نړیوالو بنسټونو او موسسو وغوښتل چې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره یې معاشونه ورکړي.

بادغیس کې د مېلمستونونو او تالارونو کارونه په ټپه درېدلي

محمد ناصر نوري د بادغیس مرکز قلعه‌نو ښار کې د یوه مېلمستون خاوند دی او وايي، میلیونونه افغانۍ یې لګولي، څو دغه مېلمستون جوړ کړي او له دې لارې ګټه ترلاسه کړي. خو په وینا یې، څه باندې ۳ میاشتې کیږي چې هېواد کې د وروستیو بدلونونو او د کورونا ویرووس خپرېدو په دلیل هېڅ عاید نه‌لري او ډېر زیامن شوي دي.