د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د یوې خبرپاڼه په  خپرولو سره خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بشري ناورین مخ په پراخېدو دی او لوږه په دغه هېواد کې خپلې کمسارې کچې ته رسېدلې.

 د دغه بنسټ ویاند بابر بلوچ ویلي چې نږدې ۲۳ میلیونه کسان په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي چې له ډلې یې ۹ میلیونه وګړي د قحطۍ له جدي ګواښ سره دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ همداراز ویلي، په افغانستان کې د جګړې او ناامنیو له امله ۳.۵ میلیونه وګړي بې‌ځایه شوي چې دغه شمېر کسان په راتلونکي ژمي کې د سړې هوا لپاره د مقابلې توان او وس نه لري.

د دغه سازمان په وینا، بې‌ځایه شوې کورنۍ د سرپناه له نه‌شتون، ګرمو جامو، د خپلو کورونو د تودو لپاره د سوند توکو، په کافي اندازه د خوړو، درملو او لومړنیو توکو لاسرسی نه لري.

خو د اسلامي امارت مسوولان د یاد راپور د رد ترڅنګ وايي چې نړیوال بنسټونه په افغانستان کې شته وضعیت څو برابره خراب ښايي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال‌ کریمي سلام‌وطندار ته وايي چې د وضعیت په اړه ننګونې په دومره کچه نه دي، لکه څومره یې چې نړیوال رپوټونه ورکوي. د نوموړي په وینا، هڅې کوي چې اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د سره صلیب او افغاني سرې میاشتې نړیوال فدارسیون هم اعلان کړی چې افغانستان په تېره یوه لسیزه کې د وچکالۍ او لوږې له ګواښوونکي ناورین سره مخ دی چې یو انساني ناورین دغه هېواد ګواښي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام