د هرات ښار اوسېدونکي شکایت کوي چې په دې وروستیو کې هرات ښار کې د وژنو، د وسله‌والو غلاوو او د انسان تښتونې پېښې له بل هر وخت زیاتې شوي چې دوی یې اندېښمن کړي دي.

د هرات اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، دغه ولایت کې غله او د قانون سرغړونکي تر ډېره د سهار او ماښام له‌خوا وسله‌والې غلاوې کوي او خلک برمته کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هرات اوسېدونکي عبدالستار وویل: «څه باندې یو کال کېده چې دا پېښې کمې شوې وې، خو دې وروستیو کې د جنايي جرمونو پېښې زیاتې شوي چې د دغه ولایت اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.»

د هرات ځینې نور اوسېدونکي هم شکایت کوي او وايي، د اړوندو ارګانونو له‌خوا د جنايي پېښو د لاملینو مشخصولو او نیولو په برخه کې مهم کار نه دی کړی. دوی له مسوولانو غواړي چې دې برخې ته جدي پام وکړي.

د هرات اوسېدونکي فرید احمد وویل: «له بده مرغه په دې وروستیو کې لیدل کېږي چې هرات کې د امنیت ټينګښت له کبله ښار کې امنیتي پوستې کمې شوي او ځینې مغرضې کړۍ له دې فرصته استفاده کوي. موږ له اسلامي امارت غواړو چې د هرات ښار امنیت برخې ته جدي پاملرنه وکړي، داسې فکر باید ونه کړي چې امنیت ټينګ دی. اخلالګر شته چې له دې فرصته ګټه اخلي.»

په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریس نعیم‌الحق حقاني د دغه ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې د اسلامي امارت ځواکونه په هېڅ صورت چاته اجازه نه ورکوي چې امنیت ګډوډ کړي.

هغه وویل، «هېچا ته اجازه نه ورکوو چې د ښار امنیت خراب کړي. امنیتي ځواکونه د خلکو خدمت کې دي. موږ اجازه نه ورکو چې څوک دې امنیت خراب کړي یا دې خدای نخواسته غلا وکړي او د خلکو ارامښت له‌منځه یوسي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د هرات محلي مسوولان داسې مهال د هرات د امنیت تامینولو ډاډ ورکوي چې انسان تښتوونکو دوه اوونۍ وړاندې د یوه صراف زوی برمته کړی چې تراوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نشته.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام