Asset 1SWN

د لغمان ټرافیکو مدیریت د موټرو د سرعت کنټرولولو سېسټم فعال کړ

fc1826be-2058-429a-b4cf-a1c5943c20e1

د لغمان د امنیې قومنداني د ټرافیکو مدیر مولوي حبیب‌الله مبارز سلام‌وطندار ته ویلي چې د کابل-جلال‌اباد پر لویه لاره د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي له امله یې د موټرو د سرعت «ګړندي تګ» کنترولولو سېسټم فعال کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د دغه سېسټم په فعالېدو سره به د کابل-جلا‌اباد پر لویه لاره د موټرو سرعت کنټرول او د ټرافیکي پېښو مخه به ونیول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مبارز په وینا، دغه ماشین یا «سېسټم» به دوی سره د موټرو د سرعت په کنترول کې مرسته وکړي او د کابل- جلال‌اباد پر لویه لاره به د ټرافیکي پېښو په ګراف کې کموالی راشي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 کابل‌-‌جلا‌اباد لویه لاره چې د هېواد له خطرناکو لویو لارو څخه شمېرل کېږي، وخت ناوخت د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطي او پر دې لارې د موټرو ګڼې‌ ګوڼې له امله ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام