د میدانوردګ امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله دوه کسان مړه شوي او اته نور ټپیان دي.
د میدانوردګ د امنیې قومنداني چارواکي وایي، پېښه پرون پنجشنبه د غبرګولي یوولسمه د دغه ولایت دویمه حصه بهسود ولسوالي اړوند د «کوتلاب» سیمه کې د مارسیډیز موټر چپهکېدو له امله رامنځته شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ميدانوردګ د امنيه قومنداني له لوري سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ټرافيکي پيښه کې دوه کسان مړه شوي او اته نور ټپيان شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ټپيانو کې د يوشمېر کسانو روغتيايي وضعیت نازک ښودل شوی او د درملنې لپاره مرکز ميدان ښار ته لېږدول شوي دي.
بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې په ميدانوردګ کې ټرافيکي پېښې زياتې شوي چې عام خلک او موټر چلوونکي یې لامل د موټر چلوونکو بېاحتياطي او د لارو خرابوالی بولي.