Asset 1SWN

بغلان کې ټرافیکي پېښه؛ څلور کسان مړه او یو بل ټپي شوی

1684430943489

 د بغلان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پر مهال څلور کسان مړه شوي او یو بل کس ټپي دی.

د بغلان د ټرافیکو مدیریت د پېښو امر صفي‌الله عمري سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون پنج‌شنبه د غويي ۲۸مه د «نصرت امین» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو موټر له سړک واوښت او د «ګوهرګان» سیند پرېوت.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په مړو شویو کې دوه ماشومان او دوه نارینه شامل دي او موټر چلوونکی ټپي شوی دی.

د نوموړي په وینا، پېښه کې څلور کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی. هغه همداراز زیاته کړه چې دغه فیلډر ډوله موټر له ګوهرګان سیمې څخه د پلخمري ښار ته پر لاره و.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې پرون پنج‌شنبه د بدخشان یاوان ولسوالي کې هم د یوې ټرافیکي پېښې له کبله ۱۸ کسان ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي چې مسوولان یې لامل د سرکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام