Asset 1SWN

د هرات د غوریان مالګې د شرکت مسوول: افغانستان ته دې د مالګې راتلو مخه ونیول شي

herat-salt-q65uiri96stgo5wj5gjdw9sl3m9f9x8ov8yxzpxvns (1)

د هرات د غوريان مالګې د شرکت مسوولان د سوداګرو له‌خوا له ګاونډيو هېوادونو څخه افغانستان ته د ورته ايوډين لرونکې مالګې د واردېدو په اړه شکایت کوي. د دغه شرکت مسوول ناصر امید سلام‌وطندار ته ویلي چې اوس هر کال د غوریانو د مالګې له کان څخه شاوخوا ۵۰ زره ټنه مالګه را وباسي.

ښاغلی امید زیاتوي: «د مالګې د را اېستلو موسم په غويي میاشت کې پیل شوی او د لړم میاشتې تر پایه دوام لري. د غوریان ولسوالي مالګه رسوبي ده او د کورنیو د کارونې لپاره تر ټولو ښه مالګه ده.» د نوموړي په وینا، په تېرو کلونو کې د غوریانو د مالګې کان ته هېڅ پاملرنه نه‌ده شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د هرات د کانونو ریاست چارواکي د دغه ولایت د سوداګرو او پانګهوالو پر ملاتړ ټینګار کوي. د هرات د کانونو رييس مولوي فضل‌احمد منيب وايي، هڅه کوي چې د هېواد ټولو پانګه‌والو ته په کانونو کې د پانګونې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه وايي، په غوریان ولسوالي کې د مالګې کان ۱۱ زره هېکټاره ځمکه پر درېوو برخو وېشل شوې او شاوخوا یو کال کېږي چې له لومړۍ برخې نه یې مالګه را اېستل کېږي او د کال ۲۵ زره ټنه مالګه اسلامي امارت ته ورکول کېږي.»

مخکې داسې اوازې وې چې د غوريان ولسوالي مالګه ګاونډيو هېوادونو ته قاچاق کېږي، خو اوس د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولان وايي چې ګاونډیو هېوادونو ته د مالګې د قاچاق مخه نیول شوې ده.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال محمدزبیر زین‌پرور وايي، اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي په موخه افغانستان ته د مالګې پر وارداتو بندیز لګولی دی.

بله‌خوا اقتصادي شنونکی عبدالهادي خلیق وايي، د هېواد اقتصادي ودې لپاره پر کورنیو تولیداتو تکیه اړینه ده. د هغه په خبره، د افغانستان پر کورنیو زېرمو او کانونو تکیه د هېواد د اقتصادي ستونزو د حل بنسټیزه لاره ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «موږ په افغانستان کې ډېر کانونه لرو. که را واېستل شي، نه یوازې د افغانستان ټول کورني لګښتونه پوره کوي، بلکې له هېواده بهر یې هم صادرولی شو. په دې سره زرګونو کسانو ته کار پیدا کېږي او له دغو کانونو ګټه اخیستل هېواد کې د اقتصادي ودې او پر ځان بسیاینې لامل هم کېږي.»

د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، د هرات د غوریان مالګې کان د لازم ایوډین لرلو له امله د هېواد په کچه د ایوډین لرونکې مالګې یو مهم کان بلل کېږي. افغانستان له مالګې پرته ګڼ‌شمېر نور کانونه هم لري چې د راپورونو پر بنسټ، که په ښه او مسلکي ډول را واېستل شي او پیسې یې شخصي جیبونو ته ولاړې نه‌شي، افغانستان به نه یوازې پر پښو ودروي، بلکې د سیمې په کچه به د ښه اقتصاد خاوند شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام