د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولانو نن یکشنبه د وري ۱۳مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې دغه وزارت تېر یوه کال کې څه یاندې ۱۷میلیارډه افغانۍ عواید ټول کړي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې مرستیال ضیاءالرحمن اریوبي یادې ناستې ته وویل چې د ۱۴۰۰کال په پرتله یې د تېر ۱۴۰۱ کال عوایدو کې ۵۸۳سلنه ډېروالی راغلی دی.
نوموړي وویل: «تېرکال د کانونو او پټرولیم وزارت د ښه مدیریت له امله نږدې ۱۷ ملیارډ، ۴۸۷میلیونه، ۴۳۹زره او ۵۰ افغانۍ عواید په شفافه توګه د بانکي سېسټم له لارې ټول شوي دي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال یې په ټولییزه توګه د ۷۰ کوچنیو کانونو د استخراج چارې د ازادې سیالۍ له لارې په قرارداد ورکړي او سمنګانو کې د ډبرو سکرو، سرپل او بغلان ولایت کې د نفتو او سمنټو د لویو کانونو د استخراج چارې هم روانې دي.
تېر کال د ډبرو سکرو استخراج د یاد وزارت د عوایدو په لوړوالي کې مهمه ونډه لرله چې په بېمخینې توګه استخراج او له هېواده بهر صادر شوي دي.
په ورته مهال هېواد کې د ډبرو سکرو بېمخینې او نامسلکي تولید په کانونو کې د سکرو د ضایعکېدو په اړه اندېښنې هم زیاتې کړې دي. د کانونو او پټرولیم وزارت د عوایدو رییس په دې اړه وویل: «حتمآ ضایعات هم لري، خو د راتلونکي کال پالیسۍ کې په دې اړه طرزالعمل جوړېږي او ځینې شرایط به وضع شي، څو د ضایعاتو مخه ونیول شي.»
بلخوا د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، هېچا ته به اجازه ونه کړي چې افغانستان کې د کانونو غیرقانوني کیندنې وکړي او په وینا یې، د قاچاق مخه به یې نیسي.
نوموړي وویل: «د دې لپاره چې د کانونو د غیرقانوني کیندنو مخه ونیول شي، د کانونو او پټرولیم وزارت په چوکاټ کې به د کانونو د ساتنې کمېټې په نوم کمېټه جوړه شي، څو کانونه په سمه توګه خوندي شي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې افغانستان د کانونو له اړخه په سیمه کې د نورو هېوادونو په پرتله شتمن هېواد بلل کېږي، خو د اوږدو جکړو او د پایښت لرونکو حکومتونو د نشتون له کبله هېواد کې په معیاري او پراخه توګه د کانونو د استخراج چارې په ټپه ولاړې دي.