د مدني فعالانو د خوشې کېدو غوښتنې؛ کریمي: حکومت د ملي امنیت ساتنې مسوولیت لري

د بشري حقونو د لغوه شوي کمېسیون له لوري د مدني او فرهنګي فعالانو د خوشې کېدو له غوښتنې وروسته د ا.ا د ویاند مرستیال وايي، څوک چې ملي امنیت ګډوډوي، پوښتنې به ترې کېږي. د افغانستان د بشري حقونو لغوه شوي کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې له ا.ا څخه د دغو مدني فعالانو د ژرترژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

 روژه او د توکو لوړې بیې؛ د پروان اوسېدونکي: نرخونه دې کنټرول شي

د پروان مرکز چاریکار ښار یوشمېر اوسېدونکي روژه کې د خوراکي او نورو لومړنیو توکو د بیې له لوړوالي څخه شکایت کوي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې له یوه پلوه یې د بې‌وزلۍ له امله دسترخوانونه تش شوي او له بل‌خوا هټۍ‌وال په خپله خوښه توکو ته نرخونه ټاکي او پر خلکو یې پلوري.

میدان‌وردګ کې د راکېټ سرګلولې د چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي

د میدان‌وردګ امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه راکټ د سرګلولې د چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي دي.

د میدان‌وردګ د امنیې قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ د یاد ولایت د سیداباد ولسوالي اړوند «تنګي دره» کې رامنځته شوې ده.

ای‌پي‌اېل لیګ کې نن دوه لوبې کېږي

د هند کرېکټ غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن ورځ او شپه هم دوه په زړه پورې لوبې کېږي چې لومړۍ سیالي کې به سنرایزر حیدراباد له راجستان رویلز ولوبېږي او دویمه لوبه کې به رویلز چلنجر بنګلور له ممبۍ انډینز سره لوبه وکړي.