Asset 1SWN

د میدان‌وردګ اوسېدونکي: د جګړې له امله نړېدلي کورونه دې ورغول شي

۲۱۲۱۲۱۱۲

د میدان‌وردګ یوشمېر اوسېدونکي وایي، د تېرو جګړو له امله د مرکز میدان‌ښار په ګډون سیداباد، چک، بهسود، نرخ او جلرېز ولسوالیو کې سلګونه کورونه نړېدلي دي.

د یاد ولایت اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي، هغو سیمو کې چې هستوګنیز کورونه دولتي ودانیو او امنیتي پوستو ته څېرمه وو، په بشپړ ډول نړېدلي او اوسېدونکي یې کرایي کورونو کې شپې ورځې تېروي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دوی په وینا، دولت او نړیوال بنسټونه باید د کورونو په رغولو کې ورسره همکاري وکړي.

د میدان‌وردګ اوسېدونکي حفیظ‌الله وویل:«د تېر جمهوریت پرمهال د جګړو له امله د ډېری خلکو کورونه نړېدلي او هغه کورونه چې امنیتي پوستو ته نږدې وو، په بشپړه توګه نړېدلي. دامهال څوک په‌کې اوسېدلی نشي، تازه موسساتو سیداباد کې د ولسي وګړو د کورونو بیارغونه پیل کړې، دا یوه ښه زیری دی او باید دغه لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.»

د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې رییس مولوي فیض‌الله جلالي هم سلام‌‌وطندار ته وویل، د تېرو جګړو پرمهال د مرکز میدان‌ښار په ګډون ۹ ولسوالیو کې شاوخوا ۶ زره کورونه نړېدلي او اوسېدونکي یې بد وضعیت کې ژوند تېروي.

هغه وویل، دامهال سیداباد ولسوالۍ کې د ۱۸۸ کورونو د رغاونې چارې دوام لري او په پام کې ده چې د طبیعي پېښو پرضد مبارزې ریاست له لوري د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو بنسټونو په مرسته، روان کال ۳ زره نړېدلي کورونه بیاورغاول شي.

نوموړي وویل: «ټول میدان‌وردګو کې د بېلابېلو موسساتو په مرسته ۳ زره کورونه چې د جګړو له امله ویجاړ شوي بیارغول کيږي. ټول میدان‌وردګو کې د تېرو جګړو له امله ۶ زره کورونه نړېدلي او په پام کې ده چې یاد کورونه دوباره بیاورغاول شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې ګڼو نورو ولایتونو کې هم د تېرو دوو لسیزو جګړو له امله زرګونه د اوسېدو کورونه نړېدلي او اوسیدونکي یې دا وخت ناوړه وضعیت کې ژوند تېروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام