Asset 1SWN

پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند: میدان‌وردګ کې اورلګېدنه ښايي د پیریانو کار وي

ششششششششششششششششششششش

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني نن دوشنبه د وږي ۲۸مه سلام‌وطندار ته ویلي چې میدان‌وردګ کې د اورلګېدنې د څېړنې لپاره پلاوی لېږل شوی دی.

حقاني ټينګار کړی چې د ځايي اوسېدونکو معلوماتو او جوزجان او بدخشان کې د پیریانو له‌خوا اورلګېدنو ته په پام، امکان لري چې میدان‌‌وردګ هم د خلکو کورونه پیریانو سوځولي وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند همداراز وايي چې د څېړنو له بشپړېدو وروسته به دوی د اورلګېدنې مخنیوي په پار اقدامات وکړي.

د نوموړي په وینا، سیمې ته په استول شوي پلاوي کې دیني عالمان هم شامل دي او که دا کار د پیریانو وي، د مخنیوي لپاره یې اقدام وکړي.

له تېرو دوو ورځو راهیسې د میدان‌وردګ په چک ولسوالي کې د خلکو کورونه په اور کې سوځوي چې محلي مسوولان یې تروسه په مړه کولو کې پاتې راغلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

له دې وړاندې په لومړي ځل د هېواد په جوزجان ولایت کې د طبیعي اورلګېدنو خبر ورکړل شو چې وروسته بیا د دغه ولایت محلي مسوولانو هغه د پیریانو کار وباله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام