د میدان وردګ چارواکي وايي چې د دغه ولایت په چک ولسوالي کې د یوشمېر خلکو کورونو خپله اور اخیستی او سوځېدلي دي.

د میدان وردګ ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته ویلي چې له تېرې شپې راهیسې د چک ولسوالي د عربانو درې په «کوډۍ» کلي کې یوشمېر کورونو اور اخیستی او سوځېدلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وايي، سره له دې چې پر کورونو پیرې کوي، خو بیا هم په خپل سر اور اخلي او سوځي چې په وینا یې، تراوسه څلور کورونه سوځېدلي دي.

جلالي زیاتوي چې د سیمې خلکو د معلوماتو پر بنسټ، پیریان د خلکو کورونو ته اور اچوي او سوځوي یې. د نوموړي په وینا، موضوع یې د حکومت له مرکزي ادارې سره شریکه کړې او ډېر ژر به سیمې ته یو پلاوی هم ولېږي.

د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالي اوسېدونکي هم دا پېښه تاییدوي او وايي چې دوی یې سخت وېرولي دي.

د یادونې ده چې تر دې مخکې په جوزجان او بدخشان کې د ګڼ‌شمېر خلکو کورونه سوځېدلي وو. که څه هم تراوسه د یادو پېښو لاملونه نه دي په‌ ډاګه شوي، خو د دغو ولایتونو چارواکو هاغه وخت سلام‌وطندار ته ویلي و چې دا کار پیریان کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام