د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د فیضاباد ولسوالي اړوند «بالامردیان» کلي کې د اورلګېدنې له امله چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې پیل شوې، تراوسه ۸۰۰ کورنۍ شبرغان ښار او بلخ ولایت ته بېځایه شوي دي.
د جوزجان د پولیسو ویاند عبدالستار حلیمي وايي چې دغه کورنۍ په بالامردیان کې د لګېدلي اور له امله بېځایه شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی زیاتوي چې تراوسه په بالامردیان کې وضعیت تر کنټرول لاندې نه دی راغلی او له دیني عالمانو سره یوځای هڅې روانې دي، څو دغه وضعیت کابو کړي.
په همدې حال کې د بالامردیان کلي یوشمېر اوسېدونکو سلاموطندار ته ویلي چې اورلګېدنه اوس هم روانه ده او د هستوګنې کورونه یو پر بلپسې سوځېږي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سیفالدین معتصم چې بالامردیان ولایت ته د وضعیت څېړنې لپاره تللی، ویلي چې د تېرو ورځو په پرتله اورلګېدنه کمه شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې دغه کلي کې لګېدلي اور خلکو ګڼشمېر مالي زیانونه اړولي او له مرستندویه بنسټونو یې غوښتنه وکړه چې زیانمنیو شویو سره مرسته وکړي.
د راپورونو له مخې، تراوسه په دې اورلګېدنه کې نږدې ۱۲۱ کورونه په بشپړه او نسبي توګه سوځېدلي او د ۸۰۰ کورنیو د بېځایه کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
شماری از باشنده گان قریه بالا مردیان ولسوالی فیض آباد جوزجان می گویند،دامنه آتش سوزی در این قریه ادامه دارد.