د جوزجان والي شعیب رسالت او د دغه ولایت د امنیې قومندان سراج‌الدین احمدي پرون د فیض‌اباد ولسوالي «بالامردیان» کلي د اورلګېدنې له امله زیانمنو شویو سره د مرستې او ډاډګېرنې په موخه دغه کلي ته سفر کړی دی.

د جوزجان والي شعیب رسالت پرون د جمعې لمانځه له ادا کولو وړاندې د یوې وینا پرمهال بالامردیان کلي کې لګېدلی اور «الهي عذاب» وباله او له خلکو یې وغوښتل چې عبادت وکړي او توبه وباسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، بالامردیان کلي کې رامنځته شوې ستونزې ټول اندېښمن کړي دي.

د جوزجان والي همداراز زیاته کړه چې «مشایخو او دیني عالمانو دغه وضعیت د قران پربنسټ تثبیت کړی او د مخنیوي لپاره یې د قران د ختم نیولو په هڅه کې دي.»

همداراز د جوزجان د امنیې قومنداني ویاند سراج‌الدین احمدي هم خپله وینا کې د بالامردیان کلي کې لګېدلی اور «الهي افت» وباله او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې «الله» ته دعا وکړي او عبادت کولو ته مخ کړي.

د نوموړي په وینا، «دغه وضعیت یوازې په دعا، ختم او خیرات بله لاره نه‌لري. مسلمانان باید د دغه ولسوالي د اوسېدونکو لپاره دعا وکړي.»

په همدې حال کې د بالامردیان کلي یوه اوسېدونکي عبیدالله خالد د چارواکو له مرستو مننه وکړه او وویل چې د دغه کلي اوسېدونکي په ډېر ناوړه وضعیت کې دي.

  د بالامردیان کلي دغه اوسېدونکي همداراز وویل چې دیني عالمان هڅه کوي، څو د قران په ایاتونو او خیرات سره پېریان له دغې سیمې وباسي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د جوزجان د فیض‌اباد ولسوالي په بالامردیان کې اورلګېدنه روانه ده چې تراوسه یې لسګونه کورونه سوځولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام