د جوزجان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د فیضاباد ولسوالي په «بالامردیان» کلي کې د طبیعي اورلګېدنې پرمهال خلکو ځینې حیرانونکي او عجیب موجودات لیدلي چې اوس ناروغان شوي دي.
د جوزجان د کار او ټولنیزو چارو رییس نورالله مسافر چې د یاد کلي اصلي اوسېدونکی هم دی، وايي چې یوشمېر ماشومانو او ښځو ځینې حیرانونکي موجودات لیدلي چې له امله یې ناروغان شوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د جوزجان د محلي چارواکو په وینا، نن سهار شاوخوا ۷ بجې د فیضاباد ولسوالي بالامردیان کلي کې طبیعي اورلګېدنه رامنځته شوې چې د پراخېدو په حال کې ده.
چارواکو ویلي چې تراوسه په دې اورلګېدنه کې ۵۰ کورونه سوځېدلي دي. په ورته مهال د جوزجان د کار او ټولنیزو چارو رییس وايي چې دغه کلي وضعیت خورا اندېښمنونکی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د نوموړي په وینا، دغه کلي کې یو پر بل پسې کورونه اور اخلي او تراوسه یې لامل نه دی څرګند شوی.