د لبنان په سوېل کې د تازه ترینګلتیاوو په لړ کې، د حزبالله ډلې اعلان کړی چې پر اسراییلي ځواکونو یې د بېپیلوټه الوتکې (ډرون) برید کړی دی.
حزبالله ویلي چې دا برید د القنطره په ښارګوټي کې د شپې شاوخوا ۱۱:۴۵ بجې شوی او هدف یې په نښه کړی دی.
دغه ډله زیاتوي چې دا اقدام یې د اسراییلو له لوري د اوربند د نقض او د لبنان سوېل کې پر کلیو د وروستیو بریدونو په ځواب کې کړی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دې بریدونو کې یې د دوی په وینا ملکي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې ده. بلخوا، د اسراییل پوځ تر اوسه د دې پېښې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
په دې وروستیو میاشتو کې د حزبالله او اسراییلو ترمنځ د لبنان سوېل کې پر پوله نښتې او متقابل بریدونه زیات شوي چې له امله یې د سیمې امنیتي وضعیت لاهم کړکېچن او نازک ښودل شوی دی.