
د ټولنیزو شبکو چټک مزل؛ د مطالعې دود کم شوی؟
ټولنیزې رسنۍ د ننني عصر د خلکو د ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې چې پهکې معلومات په چټکۍ خپرېږي او هر څه د یوې ګوتې په حرکت بدلولی شي.
خو د همدې چټکتیا تر شا، یو پخوانی فرهنګ ورو ورو کم رنګی کېږي، د کتاب لوستلو فرهنګ.
که څه هم کتاب لوستل د انسان ذهن روښانه کوي پوهه یې لوړوي، خو په اوسني عصر کې د خلکو ژوند ته د ټولنیزو شبکو راتګ دغه فرهنګ کم رنګه کړی دی.







