ټولنیزې رسنۍ د ننني عصر د خلکو د ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې چې په‌کې معلومات په چټکۍ خپرېږي او هر څه د یوې ګوتې په حرکت بدلولی شي.

خو د همدې چټکتیا تر شا، یو پخوانی فرهنګ ورو ورو کم رنګی کېږي، د کتاب لوستلو فرهنګ.

که څه هم کتاب لوستل د انسان ذهن روښانه کوي پوهه یې لوړوي، خو په اوسني عصر کې د خلکو ژوند ته د ټولنیزو شبکو راتګ دغه فرهنګ کم رنګه کړی دی.

یوشمېر لوړ عمر لرونکي  کسان سلام‌وطندار ته وایي چې پخوا خلکو له کتاب لوستو سره ډېره لېوالتیا درلوده، خو د ټولنیزو شبکو په راتګ سره ډېری ځوانانو کتاب له پامه غورځولی او خواله رسنیو ته يې مخه کړې ده.

د ننګرهار اوسېدونکی ۵۰کلن عبدالله وايي چې پخوا به یې کتابونه لوستل، خو په وینا یې، اوس خواله رسنۍ ترې دا چاره اخیستې ده.

هغه وویل: «اوسنی وخت کی کله چې معاصره  ټکنالوژي راغلی ده انترنت ته د خلکو لاس رسی عام دی کتاب لوستل کم شوي خلک هر ډول مالومات له  موبایلو نونه ترلاسه کوي، کتاب ته وخت نه ورکوی ما به پخوا یو کتاب په یوه  ورځ کی خلاصولو خو ماوس یی په میاشت کې نشم ختمولې د تولینزو شبکو بدي دا ده چې خلک یې د مطالعې نه لرې ساتلي.»

د کابل اوسېدونکې ۴۸کلنه ماري امیري وایي: «ځوانۍ کې مې یو ساعت درس لوسته، اوس چې ټولنیزې شبکې  کاروم لکه فېسبوک، انستاګرام د مطالعې فرهنګ ځکه کم شوی چي خلک ټولنیزې شبکې کاروي له هغې نه مطالعه کوي کتاب ته وخت نه لري کتاب ورته ستړی کوونکی تمامیږي.»

د کابل اوسېدونکې ۲۳کلنه صبریه چې خپله په ورځ کې ۱۵دقېقې وخت ټولنیزو شبکو څخه استفادې ته ورکوي، د هېواد دننه او بهر د کتاب لوستلو د فرهنګ په اړه وایي: «له ټولینزو شبکو سره خاصه علاقه  نه لرم کله کله یې ۱۵ دقېقو لپاره کاروم کوم په ټولیتزو شبکو کی د خلکو حضور ډی دی کله چې د نورو هیوادنونه پر سړکونو کی  خلک روان  وي کتاب لولي؛ خو زموږ په هیواد کې د سړک پرسر یا هم  په پارک کې  کتاب لوستل جالب دي، خو موبایل کارول ویډو کول عادي دي  حتی دولس کلن ماشوم هم په ټولنیزو شبکو څخه کار اخلي چې دا په راتلونکو نسلونو باندې منفي اغیزه کوي. یواځینی لامل چې ځونان  مطالعه نه کوي دا دی چې انګیزه نه لري  وایي که درس وایوو دنده  نه پيدا کیږي»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کابل یوه بله اوسېدونکې ۲۴ کلنه نیلاب چې ټولینزې شبکې د وخت تېرولو لپاره عمده لامل بولي، وایي چې  خپل ډېر وخت په ټولنیزو شبکو کې تېروي

هغې وویل: «هره ورځ  ۵ ساعته په ټولینزو شبکو کې خپل وخت تېروم یا هم له دې ډير وخت او په ورځ کې دوه ساعته مطالعه کوم هغه هم له سهار لخوا  د ځوانانو د کمې مطالعې لامل دا دی چې ډير وخت په ټولنیزو شبکو کې مصروف وي نو مطالعه یې هیره شي.»

په همدې حال کې ټولن‌پوه ضیا نېکزاد د ټولنيزو رسنیو د مثبتو منفي اغېزو ترڅنګ زیاتوي چې ددغو شبکو ډېر کارول  ددې لامل شوی چې ځوانان له مطالعې لاس واخلي .

هغه له یادو شبکو څخه پر متوازنې او منظمې کارونې ټینګار کوي. «د ټولنیزو شبکو حضور په مطالعې باندې ډیر اساس  اغیز لري اوهم منفي او هم مثبت پاېلي لري نن ورځ ډير ځوانان دقیقه مطالعه نه کوي ټولنیزې شبکې د دې لامل شوي چې منظمه مطالعه له منځه ولاړه شي. مثبتې پايلې هم لرلې شي چې هر ډول ملومات کولې شو په اسانی سره ترلاسه کړو، ځوانان باید د ټولنیزو شبکو او مطالعې ترمنځ تعادل ولري ترڅو منفي پایلو څخه ځان وساتي.»

نوموړی له ځوانانو غواړي چې ټولنیزي شبکې په منظم ډول و کاروي، څو له مطالعې څخه لرې پاتې نه‌شي.

په افغانستان کې ډېری ځوانان د ټولینزو شبکو پر کارولو بوخت دي چې ځینو یې ان زده‌کړو ته هم شا کړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام