Asset 1SWN

سلام وطندار

د ماشومانو سرپرستي منل؛ ټولنیز ملاتړ که د رواني او ټولنیزو ستونزو پیل؟

ښځې ماشومان (2)

د هېواد په ۷ ولایتونو کې له ۱۳ نجونو سره د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې کورنۍ تر ډېره د بېوزلۍ، اولاد‌ نه‌لرلو، یا د ټولنیزو ستونزو په دلیل د یوه ماشوم سرپرستي په غاړه اخلي؛ هغه بهیر چې د ځینو دغو نجونو لپاره د تبعیض، د هویت بې‌برخلیک‌توب او رواني ننګونو په څېر پایلې له ځانه سره لري.

د سرپُل ۲۱ کله اوسېدونکې حسنات چې سرپرستي یې کوچني‌والي کې ترور «عمه» ته ور سپارل شوې، وايي چې ۱۵ کلنه وه چې له دغې موضوع خبره شوه او تر هغې وروسته افسرده‌ګۍ او له ځانه ورک وضعیت سره مخ شوې ده.

«۱۵ کلنه وم او پوه شوم چې زه بلې کورنۍ ته په فرزندۍ ورکړل شوې یم. تر دې مخکې به مې کله ناکله د خپلوانو ترمنځ په دې اړه څه اورېدل، خو باور مې نه پرې کېده. تر هغه چې یوه ورځ مې مور له خپلې خور سره خبرې کولې او ما هم واورېدې. ورو ورو له خپګان سره مخ شوم او کله چې مې دا حقیقت درک کړ، داسې مې احساس کاوه لکه خپله لاره مې چې ورکه کړې وي.»

دغه نجونې د سرپرسته کورنیو بې‌اولادۍ، د اصلي کورنۍ اقتصادي ستونزو، د پیسو په بدل کې ورکولو او همدارنګه کورنیو یا ټولنیزو ننګونو په څېر د بېلابېلو لاملونو له امله، خپلو اصلي کورنیو څخه بېلې شوي.

د دې مرکو پر بنسټ، له دوی څخه ۷ نجونو په ۱۵ کلنۍ کې د خپلې سرپرستۍ له حقیقته ځان خبر کړی، هغه موضوع چې د ځینو لپاره یې د هویت ګډوډي او رواني ستونزې رامنځته کړي.

له ۱۳ نجونو څخه، ۹ هغو ویلي چې په سرپرستو کورنیو کې ورسره مثبت او عاطفي چلند شوی، خو څلور نورې بیا وروسته له هغې چې سرپرستو کورنیو خپل اولادونه پیدا کړي، له تبعیضي چلند سره مخ شوي.

۲۲ کلنه عادله وایي چې د ماشومتوب پر مهال د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو او ځینو ناسم ټولنیزو باورونو له امله بلې کورنۍ ته وسپارل شوه.

«تازه پوه شوم. کله چې زه نړۍ ته راغلې وم، کورنۍ مې زه د ډېرو کمو پیسو شاوخوا ۳ زره افغانیو په بدل کې بلې کورنۍ ته ورکړې وم. د ځینو خلکو په باور، که یوه کورنۍ ماشوم په فرزندۍ واخلي، الله ورته اولاد ورکوي، له همدې امله یې زه ور وسپارلم.»

په ډېری مواردو کې ماشومان په پیل کې له مناسب چلند او کافي ملاتړ سره مخ وي، خو یو شمېر مرکه‌شوې نجونې وایي، کله چې سرپرستې کورنۍ خپل اولادونه پیدا کړي، په ځینو مواردو کې دغه چلندونه بدلېږي او پر ځای یې نامناسب چلند غوره کیږي.

۲۲ کلنه راضیه چې د بغلان د دهنه‌غوري ولسوالۍ اوسېدونکې ده، وایي چې د سرپرستې کورنۍ له اولاد لرلو وروسته، هغه پاملرنه او چلند چې مخکې یې ترلاسه کاوه، کم شوی.

هغې زیاته کړه چې دا بدلون لا هم د هغې لپاره د یوې بې‌ځوابه پوښتنې او ذهني اندېښنې په توګه پاتې دی:

«وروسته له هغه چې زه یې په فرزندۍ واخیستم، هغوی خپله د اولاد څښتنان شول او اوس نور ماشومان هم لري. په پیل کې یې راسره چلند ډېر ښه و، خو ورو ورو دا چلند بدل شو. اوس ځان یو اضافي کس احساسوم. که یې غوښتل له ما سره داسې چلند وکړي، نو ولې یې له پیل څخه زه په فرزندۍ واخیستم؟»

۲۰ کلنه زهره چې د دایکندي اوسېدونکې ده، هغه هم بلې کورنۍ ته د سپارلو له تجربې څخه مثبت نظر نه‌لري.

هغه وایي چې د سرپرستې کورنۍ له اولاد لرلو وروسته له دوه‌ګوني چلند سره مخ شوې؛ داسې وضعیت چې نه یوازې یې رواني فشارونه پرې راوستي، بلکې پر زده‌کړو او راتلونکې یې هم سیوری اچولی دی:

«توپیر موجود و او ما له هماغه پیل څخه احساس کاوه. د کور د مشرې لور په توګه، د کور ډېری مسوولیتونه پر ما اچول کېدل. په داسې حال کې چې نور وروڼه او خویندې مې مکتب او کورسونو ته تلل، زه به اکثره په کور کې پاتې کېدم او د کور کارونه مې کول. همدې موضوع له زده‌کړو او پرمختګ څخه راګرځولې یم.»

اخوا، د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د نجونو پر حقونو ټینګار کوي او وایي، نورو کورونیو ته د ماشومانو سپارل، که څه هم په ظاهر کې یو حمایوي اقدام ښکاري، خو په عمل کې کولی شي اندېښمنوونکې پایلې ولري.

د ښځو د حقونو فعاله فخریه سمندري وایي، ځینو ټولنو کې د ماشوم د سرپرستۍ منلو د نجونو پر وړاندې نابرابري لازیاته کړې او پرمختګ، زده‌کړو او فرصتونو ته یې د هغوی لاسرسی محدود کړی.

«نورو کورنیو ته د نجونې سپارل، که څه هم په ظاهر کې یو حمایوي اقدام ګڼل کېدی شي، خو دا کار حقوقي، رواني او ټولنیزې پایلې لرلی شي چې باید له پامه ونه غورځول شي. په ځینو ټولنو کې هغو نجونو سره تبعیض کېږي چې نورو کورنیو ته سپارل شوې وي او دا چاره د هغوی د ژوند، زده‌کړو او ودې فرصتونه محدودوي.»

یو شمېر ارواپوهان، د کورنۍ په چاپېریال کې د عاطفي او رواني ناامنۍ پر اوږدمهالو اغېزو ټینګار کوي او وایي، دا وضعیت، په ځانګړي ډول د ځوانۍ په پړاو کې، کولی شي د هویت د ګډوډۍ لامل شي او د فرد پر چلند منفي اغېزې پرېږدي.

ارواپوه شمس‌الدین وطن‌یار وایي: «هویت عموماً د ځوانۍ په دوره کې خپل اوج ته رسېږي او که په ناسمو شرایطو کې د فرزندۍ په اړه پوهه رامنځته شي، دا کار کولی شي په فرد کې د هویت بحران ته لار هواره کړي. که ماشوم د رد کېدو نښې تجربه کړې وي، دا پوهاوی ښایي د هغه د متفاوت‌والي احساس لا زیات کړي. د هویت ګډوډي، په ځانګړي ډول په هغو کسانو کې چې د پرېښودل کېدو، لومړنۍ بې‌ثباتۍ یا د ناامنې عاطفي اړیکې سابقه لري، زیاتېدی شي او دا عوامل کېدی شي په فرد کې د خطرناکو چلندونو د رامنځته کېدو سبب شي.»

اخوا، یو شمېر دیني عالمان هم ټینګار کوي چې د اسلامي شریعت له مخې، د بل ماشوم د سرپرستۍ منل په داسې ډول چې د هغه نسب بدل شي، جواز نه‌لري.

دیني عالم عبدالغفار غفارزاده وایي: «هلک یا نجلۍ په فرزندۍ نیول او روزل چې په عربي ژبه کې ورته “تَبَنّي” ویل کېږي، په دې مانا دي چې یو څوک د خپل اولاد په توګه ومنل شي. په دې اړه الله تعالی فرمایي چې هغوی د خپلو پلرونو په نومونو یاد کړئ، ځکه دا د الله په نزد عادلانه ده. د دې آیت مطلب دا دی چې د نسب بدلول جایز نه‌دي. دا موضوع په فقهي کتابونو او فتواوو لکه “ردالمحتار”، “درالمختار” او “بدائع الصنائع” کې هم یاده شوې. د همدې نظر له مخې، فرزندخوانده له شرعي پلوه د سرپرستې کورنۍ څخه ارث نه‌وړي او محرمیت هم نه رامنځته کېږي. نو غوره لاره دا ده چې ماشوم د خپل اصلي پلار او کورنۍ پورې منسوب وپېژندل شي.»

د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان هم وایي، که څه هم د افغانستان په عرف او مدني حقوقي نظام کې د بل ماشوم سرپرستي اخیستل د مدني قانون په چوکاټ کې تر ډېره د یوې حمایوي اړیکې په توګه تعریف شوې، خو تر سرپرستۍ لاندې ماشوم د میراث حق نه‌لري، مګر دا چې د هغه په ګټه وصیت شوی وي.

د حقوقي چارو کارپوه علي‌رضا اخلاقي د مدني قانون د موادو پر بنسټ د حضانت د حقونو په اړه وایي: «د افغانستان د مدني قانون له مخې چې تر ډېره د اسلامي فقهې اغېز پرې دی، د فرزندۍ هغه بڼه چې د ماشوم او سرپرست ترمنځ د نسبي اړیکې سبب شي، په رسمیت نه ده پېژندل شوې. پر ځای یې د ماشوم سرپرستي د حضانت یا کفالت په چوکاټ کې منل شوې. مدني قانون په ۸۶ تر ۱۰۱ موادو کې د دې اړیکو عمومي اغېزې لکه ارث، نفقه او محرمیت څېړلي دي. همدارنګه، د مدني قانون د ۱۹۹۳ او وروسته موادو له مخې، نسبي اړیکه د والدینو او اولادونو ترمنځ د میراث د حقونو بنسټ جوړوي. د ۶۱ او ۷۱ موادو له مخې هم د نسب رامنځته کېدل د نکاح د حرمت سبب ګرځي.»

دې سره، د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي چې تر اوسه پورې په دې وزارت کې د فقر له امله د ماشومانو د پېر او پلور هېڅ قضیه نه ده ثبت شوې.

د دې وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر وایي: «داسې پېښې چې په کې د اقتصادي ستونزو له امله ماشومان پلورل شوي وي، په دې وزارت کې نه‌دي ثبت شوي. خو داسې موارد شته چې د اقتصادي ستونزو له کبله کورنیو خپلې لوڼې د هغوی له رضایت پرته واده ته اړې کړي دي.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف او د ماشومانو د ژغورنې سازمان د وروستیو راپورونو پر بنسټ چې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې خپاره شوي، افغانستان کې اقتصادي کړکېچ ماشومان، په ځانګړي ډول نجونې، له جدي خطرونو سره مخ کړي.

دغو بنسټونو خبرداری ورکړی چې ځینې کورنۍ د سختو اقتصادي شرایطو له امله اړ کېږي چې نورو ته د خپلو ماشومانو سپارلو په څېر، پرېکړې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام