د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا له لوري د سولې په خبرو کې د امتیاز غوښتنو په غبرګون کې ویلي چې هېڅ څوک نشي کولی دوی تسلیمېدو ته اړ کړي.
پزشکیان پرون ماښام (د مې ۵مه) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د ده په باور، د شیعهمذهب پیروان په زور اطاعت ته نشي مجبورېدای. هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې سیمه کې سیاسي او پوځي ترینګلتیا زیاته شوې ده.
د ایران ولسمشر په ټیلیفوني خبرو کې د عراق له لومړي وزیر سره هم خبرې کړي او له امریکا یې غوښتي چې د منځني ختیځ له سیمې څخه پوځي ګواښونه لرې کړي او د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بل لور ته، د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې په هرمز تنګي کې یې یو نوی امنیتي پلان جوړ کړی چې موخه یې د امریکا پوځي اډو ته د وسلو او تجهیزاتو د لېږد مخنیوی دی.
په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د امریکا عملیات په لنډمهال ډول درول شوي، څو له تهران سره د خبرو د پرمختګ لپاره زمینه برابره شي.
دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د سیمې د ثبات او امنیت په اړه نړیواله اندېښنه لا هم پر خپل ځای پاتې ده.